شاته

ایران: د فخري ‌زاده په وژنه کې له الکترونیکي تجهیزاتو کار اخیستل شوی

ایران وایي ددې هیواد د اټومي چارو ساینسپوه محسن فخری ‌زاده،‌ د اسرائیل او مجاهدین خلق سازمان په واسطه په یو ډول نویو "پیچلو عملیاتو" کې وژل شوی دی.

د ایران د ملي امنیت د شورا رئیس علي شم ‌خاني، وویل: "عملیات ډیر پیچلي وو او په الکترونیکي تجهیزاتو شوي دي. په صحنه کې هیڅ څوک حاضر نه و، خو نښې نښانې شته."

له دې دمخه د فارس خبري شبکې رپوټ ورکړی و چې پدغه برید کې د یوې اتوماتیکې ماشیندارې څخه کار اخیستل شوی دی چې پر یو موټر باندې تړل شوی وه او له لرې څخه اداره کیدله.

خو دغې خبري شبکې ددې خبر منبع نده ذکر کړې.

د ایران د دفاع وزارت ددغه برید وروسته ویلي وو چې برید کوونکي د فخري زاده له ساتونکو سره نښته کړې وه؛ هغه څرګندونې چې د ښاغلي شم ‌خاني له ادعا سره تناقض لري.

دا پداسې حال کې دي چې د ایران مشر علي خامنه یي او د ایران جمهور رئیس حسن روحاني هم اسرائیل ددغه برید په کولو تورن کړی دی او ویلي یې دي چې د هغه غچ به واخلي.

محسن فخري‌ زاده د جمعې په ورځ په آب سرد ښار کې په یو وسله وال برید کې ټپي شو او بیا وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

ښاغلي شم ‌خاني د فخري زاده د جنازې په مراسمو کې ادعا وکړه چې امنیتي ځواکونو د برید د احتمال او حتی موقعیت په هکله وړاندوینه کړې وه.