شاته

د کندوز د جنگ ځپلو سره د کرکټ خېریه لوبه

د افغانستان کرکټ بورډ تابیا کړیده چې د اکتوبر په یوشتمه نیټه د جمعې په ورځ د کابل په کرکټ مېدان کې یو نمایشي او خیریه لوبه ترسره کړي، چې هدف ېې د کندوز ولایت جنگ ځپلو او بې کوره شو خلکو دپاره مرستې راغونډول دي.

د افغانستان کرکت بورډ دشمال او شمال شرق ادارې مسول ډاکټر نور عالم فریدوايی چې دا شل اوریزه سیالي به د کابل په وخت سهار یولس بجې پیلیږی او د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم مشهور لوبغاړي به پکې برخه اخلي. هغه وویل چې د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزی او مشهور لوبغاړی محمد نبي به د مقابلو ټیمونو مشري کوي او یو محلي تلویزون به ېې په ژوندۍ بڼه هم خپروي. خو هغه د کرکټ د مینه والو نه هیله وکړه چې د کابل کرکټ میدان ته راشي ،ټکټونه واخلي او د خپلو اتلانو د نیزدې نه د لیدو سره سره د کندوز د جنگ ځپلو وطنوالو سره د مرستو کې هم ونډه واخلي.

د افغانستان کرکت بورډ دشمال او شمال شرق ادارې مسول ډاکټر نور عالم فرید

د افغانستان کرکت بورډ دشمال او شمال شرق ادارې مسول ډاکټر نور عالم فرید

ډاکټر فرید دا هم وايي چې تېر کال هم چې کندوز باندې سخت وخت راغلی و نو د افغانستان کرکټ بورډ همداسې یوه خیریه کرکټ سیالي ترسره او د هغې په نتیجه کې راغونډې شوې مرستې ېې د کندوز ضرورت مندو خلکو ته ورسولې.

د افغانستان کرکټ بورډ مسولین هیله مند دي چې د افغانستان دولتي چارواکي، د پارلیمان غړي او نور شتمن خلک او ملي تجاران به د دې لوبې لیدو ته ورشي او د د کندوز د جنگ ځپلي ولس سره د مرستو په دې کمپاین کې ورسره برخه واخلي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.