شاته

بریښنا شرکت: د خپلو درې اویا پوروړو نومونه افشا کوو

د افغانستان د بریښنا شرکت چارواکو نن د دوشنبې په ورځ د خپلو درې اویا پوروړو د نومونو یو لیست په کابل کې خپور کړ چې په کې د افغان حکومت برحال او د پخواني لوړپوړو چارواکو د نومونو سربیره د ملي شورا د یو شمیر غړو او زورواکو نومونه هم شامل دي.

د افغانستان د بریښنا شرکت د پوروړو په دغه لیست کې چې ددغه شرکت د چارواکو پر وینا د یو میلیون افغانیو څخه تر دیرش میلیونو افغانیو پوړې پوروړي شامل دي، د افغانستان د جمهوررئیس د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د جمهوري ریاست د پخواني دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي او د پخوانیو مجاهدینو د یو مشر استاد عبدرب الرسول سیاف نومونه هم شته دی.

د افغانستان د بریښنا د شرکت ویاند وحید الله توحیدي د دغه لیست د خپرولو وړاندې د کابل د بریښنا د شرکت له رئیس محب الرحمان مهمند سره یوځای خبریالانو ته وویل، چې په لیست کې د شاملو کسانو نومونه ټول خلک پیژني.

ښاغلي توحیدي وویل " نن چې د کابل د بریښنا د شرکت له خوا کوم لیست تاسو سره شریک کیږي، د هغو دایمي پوروړو لیست دی، چې د پرله پسې مکتوبونو، ناستو، ورته د احوال د لیږلو او ورڅخه د غونډې د کولو غوښتنې ترسره کولو یې په پرله پسې توګه وخت نه دی ورکړی، که چیرې تخنیکي کارکوونکی ورغلی د مزي د پرې کولو اجازه ورته نه ده ورکړل شوې او که چیرته یې مزی پرې شوی کله چې تخنیکي کارکوونکی راستون شوی مزی بیرته نښلول شوی دی د دغسې کسانو نومونه تاسو سره شریک کیږي ".

د افغانستان د بریشنا شرکت وایي چې یوازې په کابل کې د دولتي ادارو په ګډون یو شمیر کسان چې سوداګریزې ادارې او شخصي موسسې هم په کې شاملې دي له دغه شرکت څخه څه باندې درې ملیارده او درې سوه پنځه لس میلیونه افغانۍ پوروړي دي.

په دې پیسو کې ۱،۶ ملیارده افغانۍ دولتي ادارې پوروړي دي، چې د حکومت له خوا د یوې کړنلارې له مخې به د دغو ادارو څخه ژر واخیستل شي او پاتې نورې پیسې په اشخاصو او سوداګریزو موسسو باندې پور دي چې ۷۸۳ میلونه یې په سوداګریزو ادارو او ۹۴۷ میلیونه نورې یې په اشخاصو باندې پور دي.

د کابل د بریښنا رئیس محب الرحمان مهمند خبریالانو ته وویل چې له دغو پیسو ۷۰۰ میلیونه یې په هغو کسانو باندې پور دي چې اصلآ د خپل پور پرې کولو ته چمتو نه دي.

د بریښنا شرکت په دغه لیست کې جنرال عبدالرشید دوستم ، محمد کریم خلیلي، استاد سیاف او د ملي شورا په دریو غړو باندې د پور اندازه څلورڅلویښت میلیونو افغانیو ته رسیږي.

د بریښنا شرکت وایي، چې ډیر ځله چې تخنیکي کارکوونکي یې د یو شمیر پوروړو د بریښنا د مزو د پرې کیدو لپاره استولي د زورواکو له خوا وهل او ډبول شوي او بیرته شړل شوي دي.

ښاغلي توحیدي وویل " متاسفانه باید ووایو چې وروسته له هغې چې مونږ او تاسولاړو او مزي مو پرې کړل یا خو په زور بیرته مزي نښلول شوي او یاهم که چیرې زمونو تخنیکي کارکوونکی تلی وهل او ډبول شوی دی ".

په اوس وخت کې په ټول افغانستان کې تر دیارلس سوه میګا واټو پورې بریښنا شته چې تر ۸۰ فیصدو پورې یې له ایران او د منځنۍ اسیا د دریو ګاونډیو تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه دغه هیواد ته واردیږي.

بریښنا شرکت چارواکي وایي، چې کابل په څلورویشت ساعتونو کې شاوخوا څلور سوه میګاواټه بریښنا ته اړتیا لري، تر درې سوه میګاواټو پورې د منځنۍاسیا د هیوادونو څخه دغه ښار ته راوړل کیږي او پاتې بریښنا په کور دننه منابعو څخه چې د سروبې او ماهیپر بریښنا هم په کې شامله ده پوره کیږي.

د بریښنا شرکت چارواکي وايي په تیرو پنځه کلونو کې د کابل نفوس زیات شوی خو د بریښنا په ظرفیت کې زیاتوالی نه دی راغلی.

د همدې له امله د بریشنا شرکت چارواکو نن خبریالانو سره د خبرو پر وخت د کابل ښاریانو ته خبرداری ورکړ چې د ژمي په موسم کې د بریښنا په مصرف کې د اختیاط څخه کارواخلي او که نه نو دا شرکت به اړ شي چې په وقفوي ډول د کابل په ښار کې په خلکو بریښنا وویشي.