شاته

عابده: د طالبانو او داعش د بريدونو له وېرې پوهنتون ته نه پرېښودل کېږم

ابده باور په بلخ کې د باران روغتیايي انستیټیوت د قابلګۍ څانګې محصله ده.

عابده وايي، چې له دوه اونیو راپه دېخوا یې کورنۍ د وسله والو حملو له وېرې اجازه نه ورکړې چې پوهنتون ته ولاړه شي.

هغې وویل: " زما پلار او مور د طالبانو او یا هم د داعشیانو له وېرې اجازه نه راکوي چې د خپلو درسونو د دوام لپاره پوهنتون ته ولاړه شم، که وضعیت په همدې توګه دوام وکړي زه اړ یم څو یو کال د بیا ځل لپاره درس ووایم."

یوازې عابده نه ده، چې د وسله وال تاوتریخوالي د زیاتېدو او په تحصیلي مرکزونو د ترهګریزو بریدونو له وېرې د خپلو درسونو له دوام پاتې شوې.

په بلخ او سمنګان ولایتونو کې چارواکي تاييدوي، چې پر کابل پوهنتون د عقرب میاشتې له تروریستي حملې وروسته په تحصیلي او تعلیمي مرکزونو کې د محصلینو په ځانګړې توګه د نجونو حضور کم شوی.

منیر فرهاد
منیر فرهاد

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته ویلي دي، چې تحصیلي مرکزونو ته په دغه ولایت کې هېڅ ډول ګواښ نه شته، خو بیا هم کورنۍ په تحصیلي بنسټونو کې د خپلو اولادونو امنیت ته اندېښمن دي.

هغه وویل: " سره له دې چې په بلخ کې تحصیلي او تعلیمي بنسټونو ته هېڅ ډول ګواښ نه شته، خو بیا هم کورنۍ پر کابل پوهنتون له حملې وروسته په پوهنتونونو کې امنیتي وضعیت ته اندېښمن دي او د خلکو ترمنځ یو ډول اندېښنه او وېره پیدا شوې."

ښاغلی فرهاد وايي، چې پر تحصیلي مرکزونو تروریستي حملو د خلکو ترمنځ وېره او اندېښنه زیاته کړې، او یادې مسلې په پوهنتونو کې د محصلینو حضور کم کړی.

د سمنګان ولایتی شورا مرستیال هاشم سروري هم وايي، چې په کابل کې پر مختلفو تحصیلي او روزنیز مرکزونو له وسله والو حملو وروسته، په دغه ولایت کې هم د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو فعالیت کم شوی دی.

هغه وویل، چې یوازې په تېره اونۍ کې د طالبانو د حملې له وېرې دری ځلې د سمنګان پوهنتون د محصلینو پر مخ وتړل شو.

سروری زیاته کړه: " اندېښنې زیاتې شوي، مونږ یوازې په تېره یوه اونۍ کې څو ځلې د وسله والو حملو له وېرې د پوهنتون د تړل کېدو شاهدان وو، دغې مسلې په پوهنتون کې د نجونو حضور ته صدمه رسولې."

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې د فیصلې پر بنسټ د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د قوس له اتمې نېټې د حوت میاشتې تر ۱۵ نېټې ټول تحصیلي موسسات رخصت اعلان شوي.

په همدې حال کې ځیني بیا دا تصمیم، تحصیلي بنسټونو ته د متوجه امنیتي ګواښونو له امله بولي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد ادیب غیاثي یو له همدې کسانو دي.

هغه زياتوي: "تر هغه ځایه چې زه پرې پوهیږم د کرونا څخه د مخنیوي مسله یو چل دی، دوی غواړي چې د امنیتي مسایلو په برخه کې شته تشه ډکه کړي او له دې لارې امنیتي ګواښ لرې وساتي."

د بلخ پوهنتون مرستیال رشاد جمالیار هم مني چې پر پوهنتونونو د طالب بلواګرو او نورو ترهګرو ډلو حملو په تحصیلي او تعلیمي بنسټونو کې د نجونو حضور له ستونزو سره مخ کړی.

ښاغلي جمالیار ازادي راډیو ته وویل،که حکومت نه شي کولای چې شته ګواښونه له منځه يوسي او که همدارنګه دا اندېښنې دوام پیدا کړي نو د اوږد مهالي لپاره به په پوهنتونو کې د نجونو حضور لا ډېر کم شي.

هغه زياتوي: "په اوږد مهالي کې ستونزې زیاتوي، مونږ اندېښمن یوو، چې د ګواښونو دوام به په بلخ کې تحصیلي او تعلیمي نظام ګډ او وډ کړي او نجونو حضور نور هم زیان ویني، ځکه چې ټولنه سنتي ده."

د یادولو ده چې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې کابو شل دولتي او خصوصي پوهنتونونه په اتلسو پوهنځیو کې څه باندې ۱۲۰ زره زده کوونکو ته د په برخه کې خدمات وړاندې کوي.