شاته

ملګري ملتونه وايي شاید له موصل نه ۱۰۰زره کسان وتښتي

ملګري ملتونه اندېښنه لري چې ۱۰۰زره کسان به د موصل نه سوریې او عراق ته وتښتي.

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي چې د عراق په موصل کې د داعش پر ضد د نویو پیل شویو عملیاتو له کبله به شاید ۱٠۰زره عراقیان د سر د ساتلو لپاره سوریې او ترکیې ته وتښتي.

د عراق حکومت د یکشنبې په ورځ له داعش نه د موصل ښار د بیا نیولو لپاره د لویو عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ.

موصل د عراق په شمال کې دی او له ډېر وخت نه د داعش له جګړه مارانو سره دی. موصل د داعش ډلې لوی مرکز بلل کیږي.

د کډوالو ادارې د ۶۱ میلیونه نورو ډالرو د مرستې غږ کړی چې بې ځایه شویو او بې ځای کېدونکو کډوالو ته پرې خیمې واخلي، کمپونه جوړ کړي او همدغه راز د ژمي لپاره نور اړین وسایل هم ورته برابر کړي.

د کډوالو ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي چې دې ادارې په سوریه کې د شاوخوا ۹۰زره عراقي کډوالو د مېشتولو او هغوی ته د اړینو وسایلو د برابرولو لپاره چمتوالی نیولی دی.