شاته

کابل ښاروالي: په کابل کې به د ودونو ټول هوټلونه وتړل شي

د ژمي سړه هوا او د کرونا دویمې څپې یو ځل بیا په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ ګراف لوړ کړی دی چې د عامې روغتیا وزارت یې د مخنیوي په پار بېلابېل تدابیر لري.

کابل ښاروالي وايي چې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت پر وړاندیز د کابینې له پرېکړې سره سم به سر له شنبې په کابل کې د ودونو هوټلونه بشپړ تړل کېږي.

د کابل ښاروالي د نشراتو رئیس نعمت الله بارکزي ازادي راډيو ته وویل: "د کابینې د پریکړې له مخې د عامې روغتیا وزارت او کابل ښاروالۍ په همغږي باید د ودونو هوټلونه وتړل شي، سر له شنبې د ودونو هوټلونه تړل کېږي، تر هغه به تړلي وي چې د کرونا په مثبتو پېښو کې کموالی نه وي راغلی."

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا د ناروغۍ د پېښو د ثبت په ۳۵ مه اوونۍ کې د مثبتو پېښو ګراف ۶ سلنې ته راښکته شوی و، خو اوس چې ۴۶ اوونۍ پيل شوې ده، دغه ګراف ۳۰ سلنې ته لوړ شوی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي ازادي راډیو ته وویل، د دوی موندنې ښيې، تر ډېره د کرونا د زیاتوالي لامل په هوټلونو کې ودونه دي.

تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې یو میلیون کسان د کرونا له امله مړه شوي

د ښاغلي تره کي په خبره که د کرونا ناروغۍ د مثبتو پېښو ګراف نور هم لوړ شي، ممکن دوه اوونۍ وروسته دولتي کار کوونکي د دوه شیفټه کولو 'دوه برخې' پرېکړه هم وشي، خو په اوس کې په دې اړه غور روان دی.

نورالله تره کی وايي چې په تېره یوه شپه او یوه ورځ کې په هېواد کې د کرونا ۲۲۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

ارشیف، کابل کې یو روغتون کې پر کرونا ناروغۍ د اخته ناروغ درملنه کیږي.
ارشیف، کابل کې یو روغتون کې پر کرونا ناروغۍ د اخته ناروغ درملنه کیږي.

دی زیاتوي: "د هېواد په ټولو لابراتوارونو کې ۱۲۷۸ مشکوکې پېښې ثبت شوي، ۲۲۶ یې مثبتې وې، ۹ تنه مړه شوي، ۸۷ رغېدلي چې له دې سره په افغانستان کې تراوسه د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۴۵۷۱۶ ته رسېږي او ۱۱۲۱ کسان ورنه مړه شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هېواد کې د کرونا د دویمې څپې خبر ورکړ.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ورستیو کې په چین کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته په چټکۍ سره خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د معلوماتو پر اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې یو میلیون کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.