شاته

افغان ځواکونو د ترینکوټ په څنډو کې عملیات پیل کړل

د ارزګان ولایتي چارواکي وایي، افغان امنیتي خواکونو نن سهار د ددغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار د محاصري د ماتولو لپاره ددغه ښار په څنډو کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.

د ارزګان ولایتي چارواکي وایي په نننیو پیل شووعملیاتو کې د کندهار ولایت سربیره د کابل او هرات ولایتونو څخه هم ارزګان ته راغلي کومانډويي او ځانګړي ځواکونه برخه لري .

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې دا عملیات د ښار په ختیځه برخه د چرمګر په سیمه کې پيل شوي دي.

د چرمګر سیمه د ترینکوټ په څنډه کې یوه زرغونه او باغ لرونکي سیمه ده چې د سیمې ډیرو باغونو د شتون له امله په دغه سیمه کې د طالب وسله والو د پټیدلو لپاره یې ډیر امکانات برابر کړي دي اود همدې امله د ترینکوټ ښار د امنیت لپاره يې لوی ګواښونه رامخې ته کړي دي.

ښاغلي نایاب وویل " سهار وختي دغه عملیات پيل شوي ، کور په کور لټون روان دی ، توپچي او هوايي ځواکونه په دې کې لویه ونډه لري ، خو د ښار په جنوبي او شمالي برخو کې چي د ښار امنیتي کمربند دی وروسته به عملیات پیل شي خو د چرمګر سیمه چي په حقیقت کې د ترینکوټ محاصره ماتوي په کې دغه عملیات دوام لري".

د ارزګان مرکز د ترینکوټ ښار له تیرو دوو میاشتو راهیسې د دولت د وسله والو مخالفینو تر سختو بریدونو لاندې وو، چې له امله یې ددغه ښار ډیر اوسیدونکي کډه کیدو ته اړ کړي دي.

ددغو عملیاتو وړاندېد ارزګان ولایت مرکز ټرینکوټ ته له کندهار څخه غځېدلې لاره هم څلور ورځې مخکې د افغان پوځ د اکمالاتو پر مخ پرانیستل شوې ده.

طالبانو لا تراوسه د ارزګان د ولایت د مرکز د تازه پیل شوو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو تیره ورځ طالبانو یو ویاند رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي وو چې ترینکوټ لا هم د طالب وسله والو تر محاصري لاندې دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي