شاته

عبدالله: جنرال دوستم په فاریاب کې سرسري ټپي شوی

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال تیره ورځ د فاریاب په ولایت کې د وسله والو مخالفانو په یو برید کې سرسري ټپي شوی دی.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله چې سعودي عربستان ته د سفر وړاندې یې د وزیرانو د شورا په غونډه کې د خبریالانو پر وړاندې خبرې کولې وویل، چې د جنرال دوستم ټپونه ژور نه دي او روغتیایي وضعیت یې ښه دی.

ښاغلي عبدالله وویل " دا چې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال د پیښې سره مخ شوی، خو له نیکه مرغه چې ټپونه یې ژور نه دي، چې پرې خوشاله یو، هغه ته او د وروستیو پیښو ټولو ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوم ".

د افغانستان جمهوري ریاست کې سرچینو هم امریکا غږ سره په خبرو کې پر جنرال دوستم باندې د فاریاب ولایت کې د وسله والو برید تائید کړی او ویلي دي چې په دغه برید کې د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال پنځه ساتونکي وژل شوي دي، خو هغه ته کوم زیان نه دی رسیدلی .

ددغه برید وروسته د جنرال دوستم دفترد هغه یو عکس خپور کړ چې په کې هغه لا هم د جګړې په ډکر کې لیدل کیږي.

په دغه عکس کې جنرال دوستم خپل ښی لاس په دسمبال تړلی دی.

په سیمه کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال چې د افغان ځواکونو له خوا د غورماچ د ولسوالۍ د بیا نیولو د عملیاتو د بهیر د څارنې لپاره د یو شمیر افغان خبریالانو سره فاریاب ولایت ته تللی وایي، چې تیره ورځ جنرال دوستم د غورماچ ولسوالۍ د عملیاتو د څارنې لپاره دغې ولسوالۍ ته ورغلی وو.

د فاریاب د غورماچ د ولسوالۍ د بیرته نیولو عملیات د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جنرال محمد کټوازی په غاړه لري او جنرال دوستم د دغو عملیاتو د څارنې لپاره فاریاب ته تللی دی.

په سیمه کې زمونږ خبریال میرویس بیژن وایي، چې نن هم وسله والو طالبانو د غورماچ ولسوالۍ د کنجک په سیمه کې د جنرال عبدالرشید دوستم د ځواکونو د قوماندان عبدالستار قاسمي په موټرو برید کړی چې ښاغلي قاسمي او ملګرو ته یې په برید کې زیان نه دی رسیدلی.

د فاریاب ولایتي چارواکي وایي جنرال دوستم لا هم په سیمه کې د طالبانو پر وړاندې د روانو عملیاتو څارنه کوي.

دا سرچینې وایي، جنرال دوستم به د غورماچ د ولسوالۍ د نیولو او له قیصار څخه د طالب وسله والو د ایستلو تروخته په فاریاب ولایت کې پاتې شي او روان عملیات به وڅاري.

طالبانو تیره ورځ د غورماچ ولسوالۍ د جګړو په اړه یو ویډیو هم خپره کړې چې په کې د ولسوالۍ مرکز د دغې ډلې د وسله والو په لاس کې لیدل کیږي. د طالبانو دغه ویاند ویلي چې د غورماچ ولسوالۍ په جګړو کې یې د میرویس په نوم د جنرال دوستم یو قوماندان او د هغه ګڼ شمیر وسله وال وژلي دي.

خو طالبانو د جنرال دوستم د ټپي کیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خو ددغې ډلې یو ویاند قاري محمد یو سف احمدي د خپل ټويټر په پاڼه لیکلي چې طالب وسله وال نه یوازې دا چې د غورماچ ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ودانۍ په لاس کې لري ‎، نن یې د فاریاب ولایت د شیرین تګاب د ولسوالۍ پر دولتي تاسیساتو باندې بریدونه کړي دي. همداشان طالبانو ویلي چې د فاریاب ولایت د مرکزد میمنې ښار پر امنیتي پوستو اود قیصار ولسوالۍ غوري سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پرپوستو بریدونه کړي، چې د قاري احمدي پر وینا په دغو بریدونو کې یې افغان ځواوکونو ته درانه تلفات اړولي دي.

په فاریاب ولایت کې تازه جګړې درې ورځې وړاندې پیل شوي دي.