شاته

پېښور کې د پي ډي‌ ایم جلسه پېل شوې،عمران خان وایي اپوزیشن سره به ساز باز ته غاړه نه ږدي

دحکومت لخوا د اجازې نه ورکول کیدو باوجود داپوزیشن ګوندونو دائتلاف پي ډي ایم جلسه په پېښور کې پیل شوې ده چې خو وزیراعظم عمران خان وایي چې که اپوزیشن داسې په لکونو جلسې وکړي هغه به ورسره سازباز ته غاړه کښینږدي.

ځائ خبریالان وایي دپېښور په رینګ روؤ دجلسې ځائ ته ورتلونکې ټولې مهمې لارې پولیسو په کینټینرو اؤ‌ ازغنو تارونو تړلي دي اؤ دجلسې په خواوشا سیمو کې دانټرنیټ خدمات هم ځنډول شوي دي.

ټاکل شوې ده د۱۱ؤ اپوزیشن ګوندونو دائتلاف ننۍ جلسې ته دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند مرستیاله مشره مریم نواز،دپاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري، دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان اؤ نور مشران ویناګانې کوي.

په کینټینرو تړل شوې لارې

سیمه کې د ډیوه دموجودو خبریالانو له مخې دجلسې دپاره د بیلابیلو ګوندونو دکارکنانو قافلې جلسه ګاه ته رسیدل پیل شوي اؤ په کبوتر چوک کې دجلسې په مقام ۱۰زره کرسۍ لګول شوي دي.

په دې جلسه کې دګډون دپاره دپاکستان دبیلابیلو سیمو نه د سیاسي ګوندونو قافلې روانې شوي دي خو دپېښور پولیسو دجلسې ځائ ته رسیدو دپاره هغوئ ته دمعمول د لویو لارو لارو پځائ متبادل یا نورې لارې ورکړي دي.

دمردان نه پېښور پورې موټروی تړل شوې اؤ خلکو ته دپولیسو لخوا ویل شوي چې پېښور ته دتګ دپاره باید په رشکۍ انټرچینج کوز شي اؤ‌ د جي ټي روډ دلار خپله کړي.

همدا شان دچارسدې انټرچینج نه هم اخوا ګاډي نه پرېښودل کیږي اؤ پېښور ته د رسیدو دپاره د چارسده روډ لاره ورکړل شوې ده.

دجنوبي ضلعو څخه جلسه کې ګډون کوونکو ته د سربند اؤ باړه روډ د لارو خپلولو وینا شوې ده .

دپېښور ضلعې انتظامیې اپوزیشن ګوندونو ته دجلسې کولو اجازه نه ده ورکړې اؤ دریځ یې خپل کړی چې د کرونا وایرس پېښې پېښور کې ډيرې سیوا شوي نو ځکه دجلسې اجازه نه شي ورکولی.

خو دمخالفو ګوندونو مشرانو دغه بندیز رد کړی ؤ اؤ ویلي وؤ په هر صورت به په ۲۲م نومبر دپېښور جلسه کوي اؤ له هغې وروسته به په سندهـ ایالت اؤ دهیواد نورو برخو کې هم دغسې جلسې راجوړې کړي.

په جلسه دعمران خان غبرګون

دپاکستان وزیراعظم عمران خان د اتوار په ورځ په ټوئټر لیکلي چې مخالف ګوندونه حکومت سره دسازباز یا روغې جوړې په هڅو کې د ولس ژوند اؤ زوګار تباه کوي “خو زه هغوئ ته په ډاګه وایم چې دوئ که په لکونو جلسې هم وکړي این ار او به نه ورکړل کيږي”

هغه لیکلي چې په تیرو دوؤ اوونیو کې په پېښور ،ملتان،لاهور اؤ نورو ښارونو کې په کرونا وایرس داخته هغه ناروغانو شمیره څو چنده لوړه شوې ده چې په وینټي لیټرو پراته دي .

خو د پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان بیا دعمران خان حکومت پخپله د کرونا وایرس سره تعبیر کړی اؤ اؤ ویلي یې دي چې ددې ناجائزه حکومت نه ځان خلاصول ضروري شوي دي.

د پي ډي ایم جوړښت اؤ دریځ

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د روان کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د يادو ګوندونو مشرانو د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت بللی او د دې حکومت د ړنګولو اعلان يې کړی دی، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې يې په سياست کې د لاسوهنې په تور تورنې کړي دي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې ؤ سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

د تحریک انصاف حکومت وايي پي ډي اېم د خپلو مشرانو د غلاګانو د تحفظ دپاره جوړ شوی تحریک دی.

پي ډي اېم تراوسه پورې د حکومت پرضد د پنجاب په ګوجرانواله، د سيند په کراچۍ او بلوچستان په کوټه کې احتجاجي جلسې کړي دي.

ياد غورځنګ په 22م نومبر په پېښور، په 30م نومبر ملتان او په 13م دسمبر په لاهور کې د جلسې اعلان کړی او په جنورۍ کې يې اسلام اباد ته د لانګ مارچ اعلان کړی دی.