شاته

امرالله صالح:په کابل راکټي بریدونو کې۱۰ملکي کسان وژل شوي،۵۱ ژوبل شوي دي

دافغان ولسمشر وړومبي مرستیال امرالله صالح ویلي د شنبې په ورځ په کابل ښار شوؤ راکټي بریدونو کې ۱۰ملکي وګړي وژل شوي اؤ ۵۱ نور ټپیان شوي دي.

دشنبې په ورځ په کابل ښار دنامعلوم لوري څخه ۲۳ راکټونه لګیدلي وؤ چې تندره ډلې ډاعش ددې بریدونو پړه پغاړه اخستې ده.

د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي دپېښې هراړخېزې پلټنې پیل شوي اؤ حکومت به ډیر زر ددې بریدنو اصل سرچینه اؤ دپېښې عاملین پیدا کړي.

هغه ویلي کوم راکټونه چې په کابل ښار توغول شوي هغه په شمالي سیمو کې خورا ډیر دي اؤ دکابل دګاونډیو ولایتونو سره په همغږۍ به ددې مهماتو سرچینه وموندل شي.

دامنیت په اړوند هر سهار شپږنیمې بجې جوړېدونکې غونډه کې امرالله صالح دا هم ویلي چې په کابل پوهنتون دشوي برید پلټنو کې مهم پرمختګونه شوي خو دغه پلټنې لا دوام لري.

په دې وروستیو کې چې په قطر کې طالبان اؤ دافغان دولت مرکچي پلاوی دسولې خپل منځي خبرو ته ورټول شوي په افغانستان کې په جګړو،بریدونو اؤ بمي چاودنو کې زیاتوالی لیدل شوی دی.

په امنتیي ځواکونو دکیدونکو زیاتره بریدونو پړه طالبان پغاړه اخلي خو په دولتي ودانیو اؤ عامو مقاماتو دې وروستیو کې دشوؤ یو شمیر بریدونو پړه داعش هم پغاړه اخستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دامریکا ددفاع سرپرست وزیر کرسټوفر ملر تیره اوونۍ اعلان کړی چې د جنورۍ دمیاشتې تر نیمايي به افغانستان کې دامریکایي پوځیانو شمیره د ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راټیټه کړل شي.

خو دافغانستان دملي جوړجاړي دکمیشن مشر ډاکټرعبدالله عبدالله تیره ورځ چې افغانستان څخه دامریکایي فوځیانو د ویستلو پرېکړه په عجلت کې شوې ده اؤ پکار ده چې کله حالات ښه شي تر هغې وروسته دا پوځیان وویستل شي.