شاته

پي‌ ډي ایم:که پوځ ځانته دفاعي اداره وایي نو دسیاسي ادارې جوړیدو هڅې به ورته پرېښودل وي

جلسې ته پخپله وینا کې د پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان د هیواد په پوځ سختې نیوکې وکړې اؤ خبرداری یې ورکړو چې” که تاسو دسیاسي ادارې جوړیدو هڅه کوئ نو بیا به مونږ ډاډه نیوکه هم کوؤ اؤ نوم به مو هم اخلو”

داتوار په ورځ پېښور کې د حکومت مخالفو ګوندونو د ائتلاف پي‌ ډي ایم د۱۱ؤ ګوندونو ګډه جلسه شوې خو په دې جلسه کې دنور کله په څېر دپښتونخوا ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ ته دګډون بلنه نه ورکړل شوې.

جلسې ته پخپله وینا کې دپي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان وویل” دحکومت په ضد مو د جګړې اعلان کړی اوس دجګړې په میدان ولاړ یو اؤ په میدان د جګړې نه شاته تلل لویه ګناه ده.

مولانا فضل الرحمان وویل ټولټاکنو کې ټګي شوې ده اؤ چا چې ټګي کړې هغه نامعلومه مونږ ټولو ته معلوم دي”

مولانا فضل الرحمان وویل "دفوځ درناوی کوؤ خو که دا دفاعي اداره وي اؤ که دسیاسي ادارې جوړیدلو هڅه کوي نو بیا به پرې نیوکه هم کوؤ اؤ نوم به یې هم اخلو"

هغه پوځ ته په مخاطبه وویل “که تاسو وایئ چې مونږ دفاعي اداره یو نو بیا ددې حکومت دملاتړ نه پشا شئ اؤ زمونږ سره ودریږي”

دمولانا فضل الرحمان په وینا "که تاسو ټګي کوئ نو هیڅ خبره نه ده خو که مونږ د ټګۍ په ضد خبره احتجاج کوؤ نو بیا مروریږئ ، بیا خو درته دخفګان حق هم نه شته"

هغه وویل په موجوده وخت کې دافغانستان اؤ چین په ګډون د نړۍ ټول هیوادونه دپاکستان څخه مرور دي اؤ پاکستان دناکامو پالیسیو له امله یوازې پاتې شوی دی.

بلاول بوټو زرداري

دپاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو جلسې ته خپله وینا کې وویل دخېبر پښتونخوا قبائیلي سیمو کې ځل بیا د بد اؤ ښه طالب لوبه شورو کړل شوې ده خو هغوئ به نور چاته ددې لوبې اجازه ورنکړي .

جلسې ته خپله وینا کې دپاکستان پیپلز ګوند مشر ښاغلي بلاول بوټو زرداري وویل کله چې په دې خاوره دترهګرۍ په ضد عملیات کیدل نو قربانۍ پښتنو ورکړې خو اوس پښتانه له نظره غورځول شوي اؤ دخپلو ټولو حقونو څخه محرومه ساتل کیږي.

بلاول بوټو زرداري دعمران په حکومت سخت ټکونه وکړل چې خپل واک نه لري اؤ واګي دهغه چا لاسونو کې دي چاچې واک ته رسولی دی خو دپښتونخوا ولس به ترې دخپلو حقونو پوښتنه کوي.

هغه وویل په عملیاتو کې چې کوم پښتانه دقبائیلي سیمو نه بې کوره شوي هغوئ تر ننه پځائ نکړل شول اؤ نه اسانۍ ورکړل شوې.

دنوموړي وینا وه چې قبائیلي سیمو په صوبه کې ورګډې خو کړل شوې خو نن هم ددغو سیمو خلکو ته دهغوئ ائیني، جمهوري اؤ انساني حقونه نه دي ترلاسه.

دهغه په وینا اوس هم په قبائیلي ضلعو کې دلادرکه خلکو شمیره په سیوا کېدو ده، حراستي مرکزونه فعاله دي حالانکې دپېښور هائیکورټ وفات شوي مشر قاضي وقار احمد سیتهـ ددې خراستې مرکزونو پولیسو ته دسپارلو امر کړی ؤ خو په دغه امر تر اوسه عمل ونه کړل شو.

هغه په حکومت نیوکې وکړې چې په این ایف سي ایوارډ کې یې دپښتونخوا په حق ډاګه وهلې ده اؤ هم دتیلو اؤ ګاز پیداوار چې په دې صوبه کې څومره دی ، دومره یې صوبې ته ګټه نه ورکړل کیږي.

مریم نواز

دغه جلسه کې دنورو ترڅنګ دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې اؤ دپخواني وزیراعظم میا نوازشریف لور مریم نواز هم برخه اخستې وه خو هغې جلسې ته له دې امله خپله وینا ونه کړه چې کله جلسه روانه وه نو په لندن کې دهغې نیا اؤ د نوازشریف مور د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شو.

مریم نواز دنیا دمړینې څخه په دغه جلسه کې خبر کړل شوه اؤ هغې دخپلې وینا پځائ دجلسې برخه والو ته یوازې دومره وویل چې غوښتل یې دپېښور خلکو ته خپل پیغام ورسوي خو دنیا مړینې له امله وینا نه شي کولی.

دنورو ګوندونو مشرانو څه وویل ؟

دعوامي نیشنل ګوند وتلي مشر امیر حیدر هوتي جلسې ته خپله وینا کې وویل دعمران خان حکومت په ولس تپل شوی دی، هیواد کې په سمدستي ډول انتخابي اصلاحاتو ته اړتیا ده اؤ اوس باید هیواد کې یوازې اؤ یوازې دائین واکمني وي اؤ د پارلیمان دلارې ولس ته د پرېکړو واک ترلاسه وي.

دبلوچستان نیشنل پارټۍ ګوند مشر سردار اختر مینګل دغې جلسې ته خپله وینا کې ویلي مونږ په یو داسې جمهوریت باور لرو چرته چې دبلوڅ اؤ پښتون ناموس خوندي وي.

هغه وویل “مونږ ټول ژوند د سیاسي ګوندونو په جوړولو تیر کړی اؤ اوس شپه په شپه زمونږ د سترګو وړاندې پارټۍ جوړؤل کیږي”

جلسې دبلوچستان پخواني وزیراعلی عبدالمالک بلوڅ پخپله وینا کې وویل دې کال ۲۰۱۸م کې ټولټاکنې نوې شوې بلکې دټګۍ دلارې د رائیو صندوقونه ډک کړل شوي وؤ.

هغه وویل دې جلسې غوره شوي اؤ غوره کوونکي ته پیغام ورکړو چې ولس د پي‌ ډي ایم ترشا ولاړ دی.

د پي ډي‌ ایم جوړښت

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د روان کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د يادو ګوندونو مشرانو د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت بللی او د دې حکومت د ړنګولو اعلان يې کړی دی، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې يې په سياست کې د لاسوهنې په تور تورنې کړي دي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې ؤ سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

د تحریک انصاف حکومت وايي پي ډي اېم د خپلو مشرانو د غلاګانو د تحفظ دپاره جوړ شوی تحریک دی.

پي ډي تر دې وړاندې د حکومت پرضد د پنجاب په ګوجرانواله، د سيند په کراچۍ او بلوچستان په کوټه کې احتجاجي جلسې کړي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي