شاته

هغه کسان دې مجازات شي چې د راکټونو مخنیوی یې نه دی کړی ـ امنیت شورا

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي هغو کسانو ته به جزا ورکړل شي چې پر کابل ښار د پرونیو راکټي بریدونو مخنیوي کې غفلت کړی دی.

د امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ د لوړپوړو امنیتي چاررواکو په غونډه کې د پرونیو راکټي بریدونو په اړه پر څېړنو او عاملینو ته یې پر سزا ورکولو هم ټینګار شوی دی.

د ملي امنیت شورا ویلي: "د پلټونو د پایلو تر څرګندېدو وروسته دي هغو کسانو ته جزا ورکړل شي چې غفلت یې کړی دی."

پرون شنبه د کابل ښار له څلورمې او اوولسمې امنیتي حوزو څخه له موټرو نه په استفاده پر کابل ښار ۲۳ راکټونه وویشتل شول.

د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح نن یکشنبه نومبر ۲۲ (لېندۍ دوهمه) پخپل امنیتي راپور کې ویلي چې په پرونیو بریدونو کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۵۱ نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي صالح ویلي چې له یادې سیمې څخه تر دې مخکې هم پر کابل ښار راکټي بریدونه شوي چې په وینا یې په اړه یې جدي څېړنې پيل شوي دي.

پر کابل ښار راکټي بریدونه چې ویل کیږي مسؤلیت یې داعش ډلې منلی په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شو.

دا په تېرو دوو لسیزو کې پر یو وخت پر کابل ښار تر ټولو زیات راکټونه دي چې ویشتل کیږي، تر دې مخکې په روان کال کې د ولسمشر غنی د لوړې مراسمو پر مهال او بیا د اختر په مناسبت د ولسمشر غني وینا پرمهال او تر هغه وروسته د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو ورځې لمانځلو پرمهال پر کابل ښار راکټونه وویشتل شول.

بلخوا نن یکشنبه یو ځل بیا د کابل ښار يه دوو سیمو کې د چسپکي ماین چاودنې شوي دي.

لومړۍ چاودنه د کابل ښار په خېرخانه سیمه کې پر یو ټکسي موټر شوې چې د چاراکو په وینا یو تن پکې ټپي شوی دی او دوهمه چاودنه د کابل هوايي ډګر پر سړک د امنیتي کسانو پر رنجر موټر شوې ده.

خو خلک د کابل د امنیتي وضعیت خرابېدو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره له اړوند ارګانونو څخه د امنیت نیولو غوښتنه کوي.