شاته

افغانستان کې ۱۲ تنه نور د کرونا ویروس له امله مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۰۳ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۱۲ تنو مړه کېدو خبر وکری دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه نومبر ۲۲ (لېندۍ دوهمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۳۰۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۲۰۳ یې مثبت او پاتې منفي و.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۴۷۰۶ ته پورته شو.

د تیرو ۲۴ ساعتونو تر ټولو زیاتې پېښې چې ۸۳ کیږي یوازې په مرکز کابل کې ثبت شوي دي.

همدرانګه په تیره شپه او ورځ د هیواد په پنځو ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۲ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۶۸۷ ته ورسې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتي چې په د دې ترڅنګ ۵۱۲ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۵۹۳۴ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۵۵ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.