شاته

۱۱۲۶ افغان ماشومان په کرونا ویروس اخته شوي ـ څېړنه

د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون نوې خپره شوې څېړنه ښیي چې د روان هجري لمریز کال د تلې تر ۱۹مې پورې دغه هېواد کې ۱۱۲۶ تنه ماشومان په کویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

دغه څېړنه چې تېره ورځ خپره شوې وايي چې په اخته شویو ماشومانو کې ۷،۵ سلنه د اوو کلونو لږ عمر لري، ۱۶ سلنه د ۱۳ نه لږ عمر، او ۷۵ سلنه له ۱۹ کلونو لږ عمر لرونکي دي.

رپوټ زیاتوي چې: "په اخته شویو ماشومانو کې شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی."

څېړنه ښيي چې د کرونا ویروس خورېدو افغانستان کې خوارځواکي هم رامنځته کړې.

د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون ارقام ښيي چې افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د خوارځواکو ماشومانو شمېر له ۵،۲۶ میلیونو نه ۸،۱۲ میلیونو ته لوړ شوی دی.

څېړنه وايي چې: "د کرونا ویروس د وبا په اوږدو کې ۱۰ میلیونه ماشومان ښونځي ته د تللو نه پاتې دي. د ښوونې او روزنې وزارت انلاین خپرونې هم ډېرې اغېزمنې نه وې. د فقر له امله د انټرنټ او برېښنا نه شتون امله دغه پروسه ګټوره نه وه."

د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون وايي په دغې څېړنې کې ۱۲۰ ښونځیو دوی ته ځواب ویلی، خو پکې یوازې ۵ ښوونځیو له دغې ډلې په دې توانېدلي چې انلاین خپرونې ولري.

یاد کمیسیون د کارکوونکو ماشومانو په اړه هم څېړنه کړې.

دغه بنسټ وايي د کرونا ویروس خورېدو مخکې افغانستان کې ۲،۱ میلیونه افغان ماشومانو کار کوه خو د وبا وروسته دغه کچه ۲،۵ میلیونو ماشومانو ته لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې خپرېدو خبرداری ورکړی دی.

افغانستان کې تر دې دمه څه باندې ۴۴ زره تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.