شاته

محکمې د ټرمپ خلاف رایه ورکړه، د پنسلوانیا رایې تصدیق کیږي

د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې یو فدرال قاضي حکم کړی چې د پنسلوانیا ایالتي مقامات کولای شي د انتخاباتو نتیجې تصدیق کړي چې پر اساس یې دموکرات کاندید جو بایډن د خپل جمهوري غوښتونکي سیال دونالد ټرمپ څخه د څه دپاسه ۸۰ زرو زیاتو رایو په ترلاسه کولو ګټونکی شوی دی.

دغه تصمیم د دونالد ټرمپ د انتخاباتي ټیم د هڅو په وړاندې یو بل ګام دی چې غواړي د انتخاباتو نتیجې په خپله ګټه واړوي.

په پنسلوانیا ایالت کې فدرال قاضي ماتیو بران، وویل چې د ښاغلي ټرمپ انتخاباتي ټیم کمزورې حقوقي ادعاوې پرته له څرګندو تورونو وړاندې کړې چې د خپلو ادعاو د ملاتړ لپاره یې شواهد او مدارک هم نه لرل.

له دې سره سره د ښاغلي ټرمپ وکیل او د هغه د انتخاباتي ټیم لوړپوړو مقاماتو د محکمې دغه تصمیم یو مثبت ګام وباله چې سترې محکمې ته د هغوی د عارض کیدو بهیر چټکوي.

هغوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې ډیر ژر به په دې هکله استیناف محکمې ته مراجعه وکړي.

د امریکا په انتخاباتو کې کاندیدان د بریالیتوب لپاره ۲۷۰ انتخاباتي رایو ته اړتیا لري.

جو بایډن پداسې حال کې خپله بریا اعلان کړې چې د شمیرل شویو رایو په اساس ۳۰۶ انتخاباتي رایې یې خپلې کړي دي. خو جمهور رئیس ټرمپ چې ۲۳۲ انتخاباتي رایې یې ګټلي دي تر اوسه یې خپله ماتې نده منلې او تور یې لګولی چې په انتخاباتو کې درغلۍ شوې دي.

دا پداسې حال کې دي چې جمهوري غوښتونکي ګوند په څو ایالتونو کې دعوا کړې ده او په یو شمیر ایالتونو کې محکمو د دې ګوند د دعوا خلاف پریکړه کړې ده.

ښاغلی بایډن د شمیرل شویو رایو په اساس د انتخاباتو ګټونکی اټکل شوی. خو جمهور رئیس ټرمپ وایي انتخابات هغه ګټلي دي.