شاته

پاکستان کې دتېرو څلورو میاشتو په پرتله په کرونا وایرس تېر شواروز کې تر ټولو زیات ۵۹کسان مړه شوي

شمیرې ښایي چې دهیواد بیلابیلو بیلو برخو کې د تېرو څلورو میاشتو په موده کې په یوه ورځ اؤ شپه کې تر ټولو زیات کسان په کرونا وایرس مړه شوي چې شمیره یې ۵۹ ښودل شوې ده اؤ دې سره پاکستان کې دمړینو شمیره ۷۶۶۲ ته لوړ شوې ده.

ټولو زیات کسان مړه شوي چې شمیره یې ۵۹ ده اؤ ددې ترڅنګ ۲۶۶۵ نور کسان هم په دې وایرس اخته شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا وایرس د وضعیت په هکله دمعلوماتو خورونکې دولتي ویب پاڼې دشمیرو له مخې تیرو څلېریشتو ساعتو کې د کرونا وایرس د۲۶۶۵نوؤ پېښو رامخته کیدو سره په دې هیواد کې په کرونا وایرس داخته ناروغانو شمیره ۳۶زره اؤ ۶۸۳ؤ ته رسېدلې ده.

همدا شان شمیرې ښایي چې دهیواد بیلابیلو بیلو برخو کې د تېرو څلورو میاشتو په موده کې په یوه ورځ اؤ شپه کې تر ټولو زیات کسان په کرونا وایرس مړه شوي چې شمیره یې ۵۹ ښودل شوې ده اؤ دې سره پاکستان کې دمړینو شمیره ۷۶۶۲ ته لوړ شوې ده.

تر دې وړاندې دخالي په ورځ په کرونا وایرس پاکستان کې دیو شواروز دننه۴۲ کسان مړه شوي وؤ چې دغه شمیره په تېرو میاشتو کې تر ټولو لوړه ګڼل شوې وه.

پاکستان کې تر دې مهال ټول درې لکه،۷۴زره اؤ ۱۷۳کسان په کرونا وایرس اخته شوي خو له دې جملې څخه درې لکه،۲۹زره اؤ ۸۲۸کسان بېرته هم روغ شوي دي.

پاکستان دکرونا وایرس خوریدو دا بهیر په داسې حال کې چټک شوی چې یو خوا روغتیايي چارواکي خلکو ته دې وایرس نه دځان ژغورنې دپاره د ګڼې ګوڼې جوړؤلو نه د ډډې اؤ په روغتیایي سپارښتنو دعمل ټنیګار کوي اؤ بلخوا غټې غټې سیاسي جلسې ،جنازې اؤ دستورې دوامداره دي.

پاکستاني میډیا وایي چې یوه ورځ وړاندې دپنجاب په سرلښکر لاهور کې د یوې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک د مړ شوي مشر خادم حسین رضوي په جنازه کې تر پینځوؤ لکو زیاتو کسانو ګډون کړی اؤ ټاکل شوې ده نن د اتوار په ورځ پېښور کې هم دمخالفو ګوندونو ائتلاف پي ډي ایم دلکونو کسانو‌ په ګډون یوه درنه جلسه کوي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم دمخه واضحه کړې ده چې حکومت به یې هیواد کې دا ځل لاک ډاؤن نه پځائ اؤ نه به کاروباري مرکزونه اؤ کارخانې تړل کیږي.

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارکنایزېشن مشر ویلي په نړیواله کچه په تېره میاشت کې د کرونا وایرس کېسونه د وبا د لومړیو شپږو میاشتو نه زیات وو.

د امریکې د جانز هاپکنز یونېورسټۍ ترمخه د کرونا وایرس د شروع کېدو نه تر اوسه پورې په نړیواله کچه ۵۷ مېلینونه کېسونه او یو اشاریه درې مېلینونه مرګونه رپورټ شوي دي.