شاته

امریکایي کارپوهان کانګرس ته: افغانستان کې د امریکایي سرتیرو کمول تیروتنه ده

یو شمیر امریکایي کارپوهانو کانګرس ته ویلي چې په افغانستان کې د ۴۵۰۰ نه د امریکایي سرتیرو شمیر ۲۵۰۰ ته کمول، یوه تیروتنه ده.

د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ حکومت وروسته تر هغه چې کرسټوفر میلر یې د دفاع نوی سرپرست وټاکه، په افغانستان او عراق کې د خپلو عسکرو د شتون په هکله عمده تغیرات راوستل.

د دفاع سرپرست وزیر کرسټوفر میلر وویل، " د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر میاشتې به په افغانستان کې زمونږ د سرتیرو شمیر ۲۵۰۰ ته ټیټ شي". د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا چې امریکا په افغانستان کې جګړه پیل کړې، دومره لږ شمیر سرتیري یې په افغانستان کې نه و.

یو شمیر امریکایي کارپوهانو پرون د جمعې په ورځ، نومبر ۲۰ (لړم۳۰) د کانګرس غړیو ته په خبرو کې خبرداری ورکړ چې د عسکرو شمیر دومره کمول په چنې وهلو کې د امریکا تر ټولو مهمه وسله له منځه وړي.

د بهرنیو اړیکو په شورا کې سابقه لرونکی کارپوه سټیفن بیددل، د استازو مجلس د وسله والو خدماتو جرګه ګۍ ته وویل، "د عسکرو د ایستلو کومه پالیسي چې د سه شنبې په ورځ اعلان شوه، یوه سهوه ده. د ټرمپ حکومت چې کوم اعلان کړی د ناکامۍ قیمتي او پڅه نخسه ده".

یو شمیر کارپوهانو بیا د طالبانو او د امریکا تر منځ د سولې په تړون انتقاد وکړ.

په کابل کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر، د استازو د مجلس دغې کمیټې ته وویل چې د دې اقدام په نتیجه کې هیڅ هم نه تر لاسه کیږي.

هغه وویل، " مونږ د عسکرو د ایستلو په بدل کې هیڅ هم نه ترلاسه کوو. دا ستونزه د خبرو اترو د پیل نه موجوده وه. د افغانستان د حکومت د شتون نه پرته د طالبانو د استازو سره په یوې کوټې کې خبرو ته کښیناستل، هغوي د دې خبرو د پيل نه پدې پوهیدل چې دا خبرې اترې زمونږ د تسلیمدو په معنی دي. "

خو یو شمیر امریکایان بیا وایي چې نور د جګړې نه ستومانه شویدي. د کانګریس یو غړي براډلي بایرین وویل " خلک په افغانستان کې د نولس کلنۍ جګړې په هکله فکر کوي. هلته زرګونه امریکایان ووژل شول او ټپي شول. د سل ګونو زرو امریکایي عسکرو ژوند ګډوډ شو."

ښاغلي بایرین زیاته کړه چې د دې ټولو ستومانیو سره سره، د امریکا ولس ښایي د تروریزم سره د مبارزې د هڅو ملاتړ وکړي. د کانګرس دا غړی وایي چې ولس نه غواړي القاعده په افغانستان کې کنټرول تر لاسه کړي.

یو شمیر کارپوهان بیا وایي د افغانستان حکومت د القاعده د شبکې سره په جګړې بوخت دی خو بل پلو بیا طالبانو داسې کوم اقدام ندی کړی چې په ښکاره توګه وښیي هغوي د القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړیدي.

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې کارپوه، سیټ جونز پدې هکله وویل، " دا زما د پاره یوازې د ترهګرۍ سره د مبارزې موضوع نه، بلکه د افغانستان د حکومت د ړنګیدو مخنیوي هم دی. ۲۵۰۰ عسکر یا ۴۵۰۰ او یا هم ۵۰۰۰ عسکر مونږ ته څه راکوي؟"

ښاغلي جونز زیاته کړه چې د سولې پرته د نورو امریکایي عسکرو ایستل په افغانستان کې د واک توازن ګډوډوي او نظامي برخې به د طالبانو، او د القاعده د شبکې په شمول د نورو وسله والو ډلو په ګټه شي.