شاته

ټرمپ: د مطبوعاتو له وچې د میرمنو ملاتړ کم شوی

د امریکا جمهوری ریاست مقام ته د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ډانلډ ټرمپ وایي چې هغه د میرمنو ملاتړ د لاسه ورکړی دی خو وایي چې خبري رسنۍ په دی کې لوی لاس لري ځکه چې د هغو میرمنو دروغ الزامات یې خپاره کړیدي چې په ډانلډ ټرمپ یې د جنسي حملو تورونه لگولي دي.

ښاغلي ټرمپ په یو ټویټ کې لیکلي چې د هیلري کلنټن سره یې مقابله سخته ده خوا وایي چې ایا تاسو په دې باور کولی شئ چې د زیاتو میرمنو ملاتړ یې په هغه وجه وبایلو چې هغه ترینه بیخي ناخبره دی.

ټرمپ په مطبوعاتو هم هغه الزام بیا تکرار کړ چې ویلي وو مطبوعات بیطرفه نه دي، هغه زیاته کړه چې مطبوعات په انتخاباتو کې ټگي کوي.

هغه وویل چې د هیلري سره یوځاي مطبوعات هم په هغه پسې د درواغو قیصې خپروي.

د امریکا د جمهوري ریاست مقام ته د کاندیدې هیلري کلنټن مرستیال ټم کین په یوې مرکې کې وویل چې " ټرمپ په مطبوعاتو الزام لگوي. هغه په جمهوري غوښتونکو الزام لگوي، هغه وایي چې امریکایان شفاف انتخابات نشي کولی. هغه په هر چا پسې خبري کوي ځکه چې هغه پوهیږي چې انتخابات نشي گټلی."

له بلې خوا د جموري ریاست لپاره د ټرمپ مرستیال مایک پینس د این بي سي ټلوژن ته وویل چې ټرمپ به د انتخاباتو نتایج قبلوي. هغه زیاته کړه

"د امریکا ولس به د انتخاباتو په ورځ چې د نومبر اتمه ده، فیصله وکړي. امریکایان د خبري رسنیو نه چې بیطرفي نه کوي، ستړي شوي دي. او په دغې وجې په انتخاباتو کې د ټگۍ خبره کیږي."