شاته

دوشنبې ته به په ټول افغانستان کې د پولیو کمپاین پيل شي

د پولیو د واکسین د ورکولو د پروګرام مسؤلین وايي چې د دوشنبې په ورځ به په ټول افغانستان کې نږدې شپږو میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.

خو په افغانستان کې د پولیو د پروګرام مسؤل ډاکټر میوند احمدزي ویلي دي چې د دې امکان شته چې د ناامنیو له کبله د پولیو واکسین یو شمیر ماشومانو ته ورنکړل شي.

ډاکټر میوند احمدزي د امریکاغږ د مکیه منیر سره په مرکه کې زیاته کړه چې «په ټول افغانستان کې پلان دی، اما یو تعداد ساحې دي چیري چې اوس فعال جنګ جریان لري. یو تعداد مناطقو د کندز، فراه، همدغه ډول په شرق کې یو څو ولسوالۍ دي، او د هیواد په جنوب کې په هلمند کې څه برخه د کمپاین نه پاته کیږي. همدازار، یو ډیر کم تعداد ماشومان په جنوب شرق کې د دغه کمپاین نه پاته کیږي.»

داکټر احمدزي زیاته کړه چې شاووخوا ۵۵۰ زره ماشومان به د پولیو د کمپاین نه پاته شي.

هغه دا خبره هم وکړه چې کله چې په ناامنو سیمو کې جنګونه پای ته ورسیږي نو دوی به په دغو سیمو کې کمپاین بیرته پيل کړي.

ډاکټر احمدزي وویل چې دوی هڅه کوي چې په هغو سیمو کې چې د طالبانو په لاس کې دي د ځايي مشرانو له طریقه د طالبانو سره خبرې وکړي تر څو چې د پولیو د واکسین د ورکولو کمپاین په دغو سیمو کې پيل شي.

د پولیو د پروګرام دغه مسؤل په خلګو غږ وکړ چې د پولیو د کمپاینرانو سره مرسته وکړي چې د پولیو کمپاین کامیاب شي.

د ډاکټر میوند احمدزي سره د مکیه منیر مرکه دلته اوریدلی شئ: