BBC
 شاته

د افغانستان ناامنه سیمو کې د میندو د مړینې کچه لاهم لوړه ده

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم د تېرو کلونو پرتله افغانستان کې د زیږون پرمهال د میندو د مړینې کچه ټیټه شوې ده، خو په ناامنه او لیرې پرتو سیمو کې د میندو د مړینې کچه هماغسې لوړه ده. غور، بادغیس او روزګان کې دا کچه ډېره لوړه ښودل شوې.