BBC
 شاته

له کودتا وروسته؛ اردوغان کمزوری شوی که ځواکمن شوی؟

Image copyright Getty
Image caption په تېرو څو ورځو کې اردوغان له پوځ نیولې، تر محاکمو، اجراییه قوې، رسنیو او ان په پوهنتونونو کې د خپلو سیاسي مخالفینو د ځپلو چاره پیل کړې.

د ترکیې له ناکامې کودتا وروسته د ډېرو خلکو په ذهن کې یوه اساسي پوښتنه را پیدا شوه، له دې پېښې وروسته، ولسمشر رجب طیب اردغان کمزوری شوی او که لا پسې ځواکمن شوی؟

ځواب یې ډېر وخت ونه نیوه. په تېرو څو ورځو کې نوموړي له پوځ نیولې، تر محاکمو، اجراییه قوې، رسنیو او ان په پوهنتونونو کې د خپلو سیاسي مخالفینو د ځپلو چاره پیل کړې.

نړیوالو مشرانو پر ده غږ کړی چې له غچ اخیستو دې ډډه وکړي او قانون دې نه تر پښو لاندې کوي، خو ولسمشر اردغان او پلویان یې ټینګار کوي چې د دوی پر ضد بغاوت شوی او پړه کسان باید سخته سزا وویني.

دوی ټینګار کوي چې په امریکا کې مېشت ترکي نژاده مذهبي مشر فتح الله ګولن د دې کودتا تر شا و. تېره شپه ترکي ولسمشر له خپل امریکایي سیال سره په دې اړه تیلفوني خبرې وکړې. د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ وایي، امریکا په ترکیه کې د جمهوري نظام ملاتړې ده:

Image copyright REUTERS
Image caption د ښاغلي ګولن پر سر د ترکیې او امریکا ترمنځ ناندرۍ ښایي ډېر وخت ونیسي. خو ډېری شنونکي وایي، په ترکیه کې خبره اوس یوازې د فتح الله ګولن نه ده.

''ولسمشر اوباما د دې تیلیفوني خبرو په ترڅ کې په ترکیه چې د خلکو لخوا ټاکل شوي جمهوري حکومت څخه خپل ملاتړ څرګند کړ. ولسمشر له ترکي حکومت سره ژمنه وکړه چې په هر ډول پلټنو کې به ورسره مرسته کوي، او دا به مالوموي چې څه پېښ شول''.

۳۰ کلن تړون

د دواړو مشرانو په خبرو کې ترکیې ته د فتح الله ګولن د سپارلو موضوع هم راپورته شوه. امریکایي لوري ویلي، په دې اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ یو دېرش کلن تړون شته او د ښاغلي ګولن په اړه پرېکړه به هم د همدې تړون او د قانون په رڼا کې کېږي. د ولسمشر اردغان ویاند ابراهیم کلین وایي، ترکیه په دې اړه له امریکا څخه رسماً غوښتنه کوي او ټول شواهد به هم وړاندې کوي:

''له دې پېښې وروسته به امریکا ته یوه رسمي دوسیه، سره له ټولو ثبوتونو وسپارل شي. محکمه به د دې شواهدو، او له امریکا څخه د ګولن د ایستلو په اړه پرېکړه کوي. خو باید ووایم چې دا ډول یو کس یوازې د شک پر اساس هم له هېواده ایستل کېدای شي. موږ شک لرو چې ښاغلي ګولېن د کودتا په دې هڅه کې لاس درلود''.

Image copyright Getty

د ښاغلي ګولن پر سر د ترکیې او امریکا ترمنځ ناندرۍ ښایي ډېر وخت ونیسي. خو ډېری شنونکي وایي، په ترکیه کې خبره اوس یوازې د فتح الله ګولن نه ده.

ولسمشر اردغان هڅه کوي چې چې د ترکي ریاست اساس بدل کړي. د اوس لپاره نوموړي هم سیاسي او هم اخلاقي جواز لري چې خپله اجندا پر مخ بوځي. خو ډېری اندېښنه لري چې رجب طیب اردغان، ناسم سیاست او خطرناکه لار غوره کړې.

Image copyright GETTY