شاته

د جمهوري غوښتونکي گوند ډانلډ ټرمپ رسمأ کاندید کړ

د امریکا د جمهوري غوښتونکي گوند استاځو ښاغلی ډانلډ ټرمپ د جمهوري ریاست مقام ته په رسمي توگه کاندید کړ

پرون د سه شنبې په ورځ په کلیولینډ کې د جمهوري غوښتونکو د ملي گوندي غونډې دوهمه ورځ وه. د ټولو ایالتونو استاځو رایې ورکړی او ډانلډ ټرمپ ١٢٣٧رایي ترلاسه کړی. هغه به اوس د روان کال د نومبر په میاشتې کې د دیموکرات گوند د کاندیدې هیلري کلنټن سره د جمهوري ریاست د مقام لپاره په عمومي انتخاباتو کې سیالي وکړي.