شاته

د کندز والي: جنګ کې د ځواکونو قومانده له ما سره نه وه

د کندز د تیر ځل سقوط او دا ځل دغه ښار ته د طالبانو د داخلیدو عوامل لا هم نه دي معلوم، خو خلک چارواکي په دې ملامتوي چې ددغه ولایت مرکز هم نه شي ساتلای.

تیر کال کندوز سقوط وکړ مخالفینو دغه ښار په بشپړ ډول د دوه اونیو لپاره تصرف کړی و، خو دا ځل طالبان یو ځل د ښار مرکزي چوک ته داخل شول او سپین بیرغ له اوچتولو وروسته بیرته د څوسوه متره شاته لاړل.

په کندوز کې د کمانډو ځواکونو یو تن قوماندان د جګړې په ورځو کې د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي وو چې دوي ته د خپلو لوړ پوړو چارواکو له خوا د پرمختګ قومانده نه ورکول کیږي.

د کندوز والي اسدالله عمرخیل هم نن امریکاغږ ته وویل چې دوي هم پر امنیتي ځواکونو باندې ځینې نیوکې لري ځکه چې جګړه کې یې لټي کړې.

هغه وویل" زه ملاحظات لرم، افغان ځواکونو سهل انګاري کړې خو د عواملو په اړه یې نه پوهیږم، که له ماڅخه د قواو د پرمختګ په اړه پوښتنه کیږي ما ددغې قوې د استعمال قومانده نه لرله."

د کندوز والي وايي چې دوي او د نظامي قواو مسولینو ته مخکې معلومات ورکړل شوي وو چې د کندوز پر ښار برید کیږي، خو بیا هم نظامي مسولینو ددغه برید مخه ونه شوه نیولې.

دی وايي " استخباراتي معلومات شریک شوي وو چې د کندوز پر ښار تهاجمي برید کیږي خو نظامي چارواکي په ولسوالیو کې مصروف وو، او کیدای شي فکر شوی وي چې دطالبانو دغه قوه به په دشت ارچي کې د نورو طالبانو مرستې ته روان وي."

د کندوز والي اسدالله عمرخیل وايي دوي باید لومړی د کندوز په ښار کې دننه د مخالفینو پټنځایونه له منځه وړي وای خو د دوی د مسولینو تر منځ هماهنګي موجود نه وه "مونږ په امنیت شورا کې د کندوز د ښار د تالاشۍ فیصله وکړه خو ددغې تالاشۍ مخه نیول کیده، زمونږ فیصله به یوه خوا روانه وه او د امنیتي ځواکونو فیصله به بل خوا روانه وه."

د کندوز والي اسدالله عمرخیل وویل چې دا ځل په کندوز کې ۳۰۰ تنه د دولت مخالفین په دغه لس ورځني برید کې وژل شوي دي، هغه وايي چې د دولت مخالفینو په هیڅ ځای کې تر دې ډیر تلفات نه دي لیدلي.

عمرخیل وویل چې پر کندوز باند تقریبا ۶۰۰ تنو د دولت مخالفو وسله والو طالبانو برید کړی و، خو تیره ورځ د والي ویاند امریکاغږ ته د حمله کوونکو طالبانو شمیر ۴۰۰ تنه ښودلی و.

د کندوز چارواکي په دغه جګړه کې د افغان ځواکونو تلفات ۲۲ تنه یادوي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.