شاته

اجرائیه رئیس عربستان او پاکستان ته سفرونه کوي

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د راتلونکې دوشنبې په ورځ عربستان ته او په نومبر میاشت کې پاکستان ته دوه رسمي سفرونه کوي.

د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل امریکا غږ ته وویل، عربستان ته له ښاغلي عبدالله سره په دغه درې ورځني سفر کې د کابینې یو شمیر وزیران، د سولې عالي شورا مرستیال او یو شمیر سوداګر ملګرتیا کوي.

د جاوید فیصل پر وینا د دغه سفر په ترڅ کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ په متخلفو برخو کې یو شمیر هوکړه لیکونه لاسلیک شي.

ښاغلي فیصل وویل "د افغانستان د سولې او امنیت د مسلې لپاره د سیمه ایزې همکارۍ د جلب تر څنګ به په دغه سفر کې د پوهنې، لوړو زده‌کړو، حج او اوقافو، کار او ټولنیزو چارو او د سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ یو لړ هوکړه لیکونه لاسلیک شي او په یو لړ نورو هوکړه لیکونو به د مذاکراتو رسمي لړۍ پیل شي".

هغه زیاته کړه، چې په دغه سفر کې به په عربستان کې د میشتو افغان کارګرانو د وضعیت د ښه والي پر سر هم خبرې وشي.

عربستان ته د اجرائيه رئیس عبدالله سفر د هغه هیواد د چارواکو په رسمي بلنه ترسره کیږي.

دغه راز، ښاغلي فیصل وویل چې د راتلونکې نومبر میاشتې په اوږدو کې به اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په پاکستان ته سفر وکړي.

د جاوید فیصل پر وینا دا سفر د پاکستان د صدراعظم نوازشریف په رسمي بلنه ترسره کېږي او په کې د سولې، امنیت او افغان کډوالو اړوند مسلو باندې خبرې کیږي.

هغه وویل "تر ټولو مهم موضوعات چې د افغانستان لپاره دي، هغه د سولې مسله ده، د امنیت مسله‌ ده او د افغان کډوالو ستونزې دي، پر دغو مسایلو باندې به په دې سفر کې بحث وشي".

د ښاغلي فیصل پر وینا لا تر اوسه افغان حکومت پاکستاني مقاماتو ته د دغه سفر په اړه دقیقه نېټه نه ده اعلان کړې.

پاکستان ته د ښاغلي عبدالله سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې په اوس وخت کې د دواړو هیوادونو اړیکې چندان ښې نه دي.

د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې، چې پاکستان د افغان سولې په تړاو په څلور اړخیزو مذاکراتو کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغی.

د امریکا، چین، افغانستان او پاکستان د استازو ترمنځ په څلور اړخیزو خبرو کې پاکستان ژمنه کړې وه چې افغان طالبان به د سولې خبرو ته حاضر کړي، خو داسې و نه شول.

د افغانستان حکومت دعوی کوي، چې افغان طالبان د پاکستان په ملاتړ او د هغه هیواد له خاورې څخه پر افغانستان بریدونه کوي، خو پاکستان تل دا ادعاوې رد کړي دي.