شاته

اوباما په ترکیې کې د ناکامې کودتا په تحقیقاتو کې د مرستې ډاډ ورکړ

د امریکا ولسمشر براک اوباما د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوان ته د تیرې اونۍ د ناکامې پوځي کودتا په تحقیقاتو کې د مرستې وړاندیز کړیدی.

سپېنې ماڼۍ وئیلي دي چې اوباما او اردوان د سه شنبې په ورځ په ټلفون کې دغه خبرې وکړی.

د نن نه پنځه ورځې مخکې په انقرې کې پوځیانو کوشش وکړ چې د اردوان حکومت ړنگ کړي. اوباما د ترکیې ولسمشر ته ډاډ ورکړی دی چې امریکا به ورسره د تحقیقاتو په برخه کې مرسته کوي.

دواړو مشرانو د ترکیې د ملا فاتح الله گولین په مسئله هم خبري وکړی، د ترکیې حکومت د امریکا نه غواړي چې هغه دې ورته وسپاري مگر سپېنې ماڼۍ په دی هکله تفصیل نه دی ورکړې چې امریکا د گولین په اړه څه دریځ لري، خو وئیلي یې دي چې د امریکا او انقرې تر منځ د یوه پخواني تړون په اساس به د گولین د سپارلو او یا د نه سپارلو پریکړه کیږي.

د امریکا ولسمشر اوباما د ترکیې د پوځ د کودتا کوشش وغنده او اردوان ته یې ووئیل چې په کودتا کې د ککړو کسانو نه دي تحقیقات په داسي طریقه وکړي چې د ترکیې په دیموکراسۍ او حکومتي ادارو د ولس باور ټینگ شي.