شاته

پمپیو چین د مذهب د ازادۍ راتلونکې لپاره یو خطرناک ګواښ وګاڼه

واشنګټن - د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له اندونیزیا څخه د خپلې لیدنې پر وخت د کمونستانو تر واک لاندې چین د مذهب د ازادۍ راتلونکې لپاره یو خطرناک ګواښ وګاڼه.

پمپیو په جاکارتا کې ددغه ددغه ګڼ مېشته مسلمان هېواد د ولسواکۍ او د نورو مذهبونو لپاره د زغم له امله ستاینه وکړه.‌

پمپیو په خپلو خبرو کې په مذهبي مشرانو غږ وکړ چې د ټولو عقېدو په استازیتوب دې غږ پورته کړي.

پمپیو به خپلو خبرو کې وویل، چې چین د مسلمانانو، بودایانو، عیسویانو او د فالون ګانګ سیکټ په نامه مذهبونو پرضد جګړه کوي.‌

دغه لوړ پوړي ډپلوماټ په ځانګړې توګه په چین کې د ایغور مسلمانو لږکیو پرضد د چین د ظلمونو یادونه وکړه چې د چین د کمیونېست چارواکو لخوا په ټولیزه توګه شاخوا یو میلیون تنه بندي کېږي او په زندانونو کې ساتل کېږي.

خو چین له ایغوریانو سره ناوړه چلند ردوي او وايي، په دغو مرکزونو کې ایغوریانو ته مسلکي زده کړې ورکول کېږي او نور داسې څه ورته ښودل کېږي چې پرې د توندلارې توب مخه ونیسي.

خو پمپیو وايي، چینايي چارواکو د خوشحاله ایغوریانو په زړه پورې کېسې جوړې کړي چې تیار دي خپل نژادي، مذهبي او کلتوري پېژندګلو پرېږدي تر څو عصري خلک شي.

ښاغلي پمپیو په جاکارتا کې د خپلو خبرو په ورخت د روهینګیا د مسلمانانو پر وړاندې د میانمار د پوځ لخوا له تاوتریخوالي ډک چلند او د ایراني رژیم لخوا د سوني، عیسوي او نورو لږکیو په وړاندې د ډک چلند یادونه هم وکړه.‌

پمپیو له جاکارتا څخه د خپلې لیدنې مخکې، له هند، سریلانکا او مالډیف څخه هم لیدنه کړې.