شاته

په کابل کې د نجات څلی بیارغول کیږي

نن په کابل کې په سلګونو قومي مشرانو، د ملي شورا غړو او د مدني ټولنې فعالینوپه یوه لویه غونډه کې۸۸ وړاندې د پخواني پادشاه نادرشاه له خوا د " نجات څلي" په نوم د جوړ شوي څلي د بیارغولو د بنسټ ډبره کیښوده.

په دغو مراسمو کې چې نن د جمعې د ورځې له غرمې وړاندې د کابل ښار د حضوري چمن ته څیرمه د میوند د جادې د لاهورۍ دروازې ترڅنګ ترسره شول د ملي شورا یو شمیرغړو، د یو شمیر سياسي ګوندونومشرانو او استازو، ځینو جهادي او سیاسي شخصيتونو ویناوي هم وکړې.

ویناکوونکو ویل چې د نجات څلی په افغانستان کې د ملي یووالي او حاکمیت د ټینګښت، د انارشۍ او د لاقانونیت اود تورتمونو له منځه وړلو سبمول دی نو ځکه دوی دا څلی چې په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل په کلونو کې نړول شوی وو بیا یې له سره رغوي.

د ملي تحریک په نوم د یو سیاسي بهیر مشر محمد اسمعیل یون د غونډې د پریکړه لیک د لوستلو پر وخت وویل، چې خلکو له وړاندې د دغه څلي بیارغول غوښتل خو د بیلابیلو دلایلو له مخې دا کار تر اوسه نه وو ترسره شوی.

ښاغلي یون وویل " که څه هم دې او دې ته ورته د نورو تاریخي او ملي څلو جوړونه د حکومت دنده او تاریخي مسولیت ګڼل کیږي، خو بیلابیلو مدني ټولنو او قومي شوراګانو ټولنیزو او ملي حرکتونو تر دولت وړاندې په دې برخه کې ګټور او نوښتګر ګامونه اوچت کړل دا کار یې د مننې او ستاینی وړ دی ".

د نجات څلی له نن څخه ۸۸ کاله وړاندې په ۱۳۰۷ کال کې د افغانستان د پخواني پادشاه محمد نادرشاه له خواهغه وخت جوړ شو چې کله د هغه په مشرۍ ځواکونو کابل ښار د حبیب الله خان کلکاني د وسله والو ځواکونو څخه ونیو او هغه پروګرامونه چې د غازي امان الله خان د پادشاهۍ په موده کې پیل شوي وو او د حبیب الله خان کلکاني د واکمنۍ پرمهال لغوه شويوو بیرته پیل شول.

د نننۍ غونډې ویناوالو ویل چې د نجات څلی د افغانستان د تاریخ یوه برخه ده چې یوه دوره له بلې دورې سره نښلوي.

" د نجات منار د تاریخ حافظه ده، مونږ چا ته د تاریخ د مسخ کولو اجازه نه ورکوو، د نجات منار د وحدت منار، د نجات منار د وحدت منار، د نجات منار د سړي توب منار".

غونډې ته د نوې ملي جبهې مشر ډاکټر انوارالحق احدي په خپله لنډه وینا کې وویل چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې دوه څلي جوړ شوي چې یو یې د نجات څلی دی.

ښاغلي احدي وویل "په افغانستان کې مونږ څو عمده څلي لرو چې یو یې د استقلال څلی دی، چې د هیواد د بشپړ استقلال په خاطر جوړ شوی وو، دوهم څلی د نجات څلی وو ".

نوې ملي جبهې مشرپه دې ناخوښي وښوده چې تراوسه لا د افغانانو د جهاد د یادولو لپاره څلی نه دی جوړ شوی.

هغه وویل د جهاد څلی به هم جوړوي.

دې غونډې یو شمیر نورو ویناکوونکو هم د نجات د څلي په اهمیت خبرې وکړې او د افغان حکومت څخه یې په دې مننه وکړه چې د نننۍ غونډې او د څلي د جوړولو د کار اجازه یې ورته ورکړې ده.

د مدني او سیاسي ډلو یو شمیر مشرانو او فعالینو د نجات د څلي د بیا رغولو د کار لپاره هغه وخت مټې راونغاړلي چې کله د افغانستان د ملي شورا یو شمیر غړو او د یو شمیر سیاسي ډلو مشرانو د حبیب الله خان کلکاني او دهغه د شپاړس نورو ملګرو ته منسوب مړي په کابل کې د مرنجان له غونډۍ راویستل او دسنبلې په یوولسمه شپه یې د شهرارا په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل.

که څه هم هغوی چې د نجات څلي د جوړولو لپاره هلې ځلې کوي د دغه څلي جوړول د حبیب الله خان کلکاني او د هغه د ملګرو د بیا ښخولو پر وړاندې غبرګون نه ګڼي، خو ځیني نور بیا دا کار یو غبرګون په توګه ویني.

نننۍ غوندې ته د پښتو وتلي شاعر مطیع الله تراب او یو شمیر نورو مشرانو چې د ملي شورا غړي په کې شامل وو هم ویناوي وکړې.

د "نجات څلى" د کابل ښار د حضوري چمن په جنوب لوېديځه سيمه کې موقعيت لري، چې د ١٣٠٧ کال د میزان په ۲۳ ورځ جوړ شوی دی.

د افغانستان د پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر همال د میزان ۲۳ د نجات د ورځې په نامه لمانځل کیدله او په ټول هیواد کې عامه رخصتي وه.

د ولسي جرګې غړی او د "نجات څلي" د بيا جوړېدو د کميسيون رئیس محمد نذير احمدزي وویل چ د دغه څلي پر جوړېدو نږدې سل زره امريکايي ډالره لګښت راځي، چې د ځينو سوداګرو او شخصیتونو له خوا ورکول کېږي او د څلي د جوړولو کار به تر راتلونکو درېيو مياشتو پورې بشپړ شي.