شاته

دعمران خان د"ریاست مدینه" اؤ "احتساب" دنعرو حقیقت څه دی ؟

په پاکستان کی څېړونکي او پوهان وائي د تحریک انصاف حکومت د"ریاست مدینه" او احتساب په نعره راغلي وؤ خو د دوه نیمو کالو مودې تیریدو باوجود دغه وعدې عملي نه کړی شوې.

څېړونکي دا هم وایي حکومت اوس دغه نعرې داساسي ستونزو څخه دخلکو دپام ګرځولو دپاره کاروي اؤ وزیراعظم عمران خان که يو اړخ ته د ریاست مدینه خبره کوي خو بل اړخ ته د چین ترکي او کوریا دما‌‌‌‌‌‌ډلو خپلولو د اواز نه داسې څرګندیږي چه په دغه نعرو کی تضاد دی.

په پاکستان کې سياسي څېړنکار او د يو شخصي پوهنتون استاد پروفېسر ډاکټر شهريار وايي رياست مدينه يوه سياسي نعره وه چې د خلکو نه پرې ووټونه واخستل شول ځکه چې په ملکي يا نړيواله کچه داسې کوم ماډل يا نمونه موجود نه ده چې د رياست مدينه په رنګ حکومت جوړ کړي.

د نوموړي په وينا تحريک انصاف سره سياسي نعرې وې خو داسې کوم پلان نه ؤ چې اوس يې عملي کړي چې داسې د خلکو بنيادي ستونزې هوارې شي او د پاکستان په معاشي حالت کې بدلون راولي.

هم دا راز په خېبرپښتونخوا کې مذهبي عالم مفتي اسرار احمد وايي د پاکستان وزيراعظم په لومړي وار د رياست مدينه نعره ووهله او هغه وخت يې خلکو ته د جوړ حکومت معاشي، صحت او احتساب نظام په ګوته کړو. خو له بده مرغه په عملي توګه یې د انصاف په ځاندره کې کوم بدلون رانه وستل شو او نه پرې تر اوسه کوم کار پېل شوی دی.

نوموړی وايي په حکومت کې ناستو خلکو کې دا پوهه شته چې د رياست مدينه مطلب يو اسلامي فلاحي رياست دی چې پکې د هر مسلک، مذهب تحفظ ؤ، غربت ختم شوی ؤ او خلک په معاشي توګه مستحکم شوي ؤ.

د پاکستان وزيراعظم او د تحريک انصاف مشر عمران خان د رياست مدينه په نوم د خلکو سره لوظ کړی ؤ خو څېړونکي وايي پاکستان چې دا وخت د کومو ستونزو سره مخ دی د هغې د حل لارې نه دي لټول شوې.

په اسلام اباد کې خبريال او څېړونکی فداحسېن وايي د احتساب نعره او د مدينې رياست نعره د خلکو پام د بنيادي ستونزو نه اړول دي.

څېړونکي وايي عمران خان که يو اړخ ته د رياست مدينه خبره کوي نو بل اړخ ته د چين او ترکي نمونې په خپلولو هم زور ورکوي. په دغه هېوادونو کې د بشري حقونو نه د سرغړونې خبرونه مخې ته راځي کوم چې د هغوي د سختو پاليسو نتيجه ده.

عمران خان وايي په ملک کې د رياست مدينه په طرز حکومت جوړولو کې به وخت لګي ځکه چې په مدينه کې د دې رياست په جوړولو کې هم وخت لګېدلی ؤ.