شاته

نواز شریف: "جنرل باجوه! د ايئن او قانون ماتولو حساب به ورکوې”

د حکومت د مخالفو ګوندونو د اتحاد پاکستان جمهوري‌ تحریک په جلسه کې د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف د پاکستان د پوځ په مشر جنرل قمر باجوه او د استخباراتي ادارې اي ايس اي په مشر جنرل فیض د عمران خان د حکومت په جوړولو کې د مرستې، د هیواد د قانون د پښو لاندې کولو، په ججانو د فشار اچولو، د مخالفو ګوندونو په مشرانو د دروغو د مقدمو جوړولو او په هیواد کې د ګرانۍ او بې ارامۍ جوړولو تورونه پورې کړي دي.

نواز شریف وویل “جنرل باجوه ته به د 2018 په انتخاباتو کې د درغلیو، په پارلېمان کې د سیاسي سوداګرۍ کولو، او د اولس د خوښې په ضد د عمران خان نیازي د وزیراعظم جوړولو جواب ورکوی”

د پاکستاني پخواني وزیراعظم نواز شریف په کوټه کې جلسې ته وویل جنرل قمر باجوه او جنرل فیض به په انتخاباتو کې د درغلیو او د پاکستان د وسنۍ بدې وضعې حساب ورکوي.

د لندن نه د ویډیو لینک د لارې نوازشریف په خپل تقریر کې د پوځ او اي ایس اي په مشرانو سختې نیوکې وکړې. نواز شریف وویل ځیني کردارونو دده د حکومت په ضد احتجاجونو ته خلق پارول:

“وس به ددې سوالونو جنرل قمر باجوه او جنرل فیض ځواب ورکوي”

د نواز شریف په خیال جنرل فیض په ججانو فشار جوړ کړی ؤ چې تر څو انتخابات او نه شي نوازشریف دې په جیل کې وساتي.

نواز شریف د جنرل فیض نه تپوس وکړو؛ تا خو د ايئن د سر لوړۍ څوګند اخستی ؤ، نواز شریف وویل:

“جواب درنه غواړم”

نواز شریف وویل جنرل فیض د تیرو څو کلنو راهسې په سیاست کې لاس وهنه کوي.

نوازشریف وویل دوي د انتخاباتو نه وړاندې په زوره خلق په تحریک انصاف کې شامل کړل او په انتخاباتو کې یې بې کچه درغلي وکړه او یو نا اهله تن یې وزیراعظم جوړ کړلو.

هغه وویل تر څو چې دا حکمرانان وي د هیواد حالات سمېدلی نه شي، هغه وویل په کراچۍ کې د جلسې نه حکومت ویرېدلې دی.

هغه وویل ځیني خلک د خپلو مقصدونو پوره کولو د پاره غیر قانوني کارونه کوي او نوم د پوځ کاروي. د نوازشریف په خیال د پوځ ددې کارونو سره هیڅ تعلق نشته دی خو بدنامېږي پوځ.

هغه وویل د کارګل د جګړې فیصله پوځ نه وه کړې بلکې یو څو جرنیلانو کړې وه.

د پاکستان ډیموکریټک موومنټ په نوم دحکومت مخالفو 11 ګوندونو په دې وروستیو کې دحکومت په ضد احتجاجي تحریک پیل کړی اؤ دپنجاب په ګجرانواله اؤ دسندهـ په کراچۍ ښارونو کې یې دوه لویې جلسې کړي دي.

دعمران خان حکومت اؤ پوځ تل د اپوزیشن ګوندونو داسې رقم تورونه رد کړي اؤ وایي پوځ په سیاست کې لاسوهنه نه کوي.

د وزیراعظم عمران خان د حکومت چارواکي وايي د حزب اختلاف سیاسي ګوندونه د خپل کرپشن پټوولو په خاطر د حکومت خلاف یوځای شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، پي دي اېم یو منفي اتحاد دی، ولې چې د دوی نه اېجنډه یوه ده او نه منشور، او نه یې مشر یو دی. قریشي زیاته کړه چې خلک دې د دې "سازش" نه ځان بچ کړي.

بل اړخ ته د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر مطبوعاتو سره خبرو کې وویل، "د نواز شریف ټوله سیاست په منافقت ولاړ دی او نن هم منافقت کوي. ددوی وینا ګانې له جمهوریت سره څه تعلق نلري"

د پاکستان پوځ د نواز شريف تورونو ته ځواب نه وايې خو په ورستیو کې جرنل قمر جاوېد باجوه ويلي وو د منتخب حکومت خبره منل د پوځ دستوري ذمه واري ده. پوځي قيادت په مخالفه ګوندونو غږ کوي د حکومت سره سياسي شخړو کې دې پوځ نه راښکي.

د پاکستان جمهوري‌ تحریک جلسې ته دپي ډي‌ ایم مشر مولانا فضل الرحمان، مریم نواز،محمود خان اڅکزئ،حیدر هوتي، افتاب شیرپاؤ ،میا افتخار حسین ، سردار اختر مینګل،پخواني وزیراعظمان یوسف رضا ګیلاني ،راجه پرویز اشرف اؤ نور مشران ویناوې کوي. د پیپلز پارټۍد مشر بلاول بوټو زرداري ګلګت بتلستان کې دموجودیت له امله هغه د ویډیو لینک د لارې وېنا کوي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-