شاته

د مایک پنس د دفتر مشر په کروناویروس اخته شوی 

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر د مرستیال مایک پنس یو نژدې همکار د کرونا په ویروس اخته شوی دی.

د ښاغلي پنس دفتر دا خبر خپور کړی دی. د هغه مطبوعاتي دفتر وايي: «د ولسمشر د مرستیال د دفتر مشر مارک شارټ د کرونا ویروس نتیجه مثبته ده او قرنطین یې پیل کړی دی.»

وايي تېره ورځ ښاغلي پنس او مېرمن یې هم ځانونه معاینه کړل، نتیجه یې منفي وه او د هغوی صحت ښه دی.

د ښاغلي پنس دفتر وايي‌ چې هغه به د روغتیا د ادارې د لارښوونو په اساس خپل ورځنی مهالوېش مخې ته وړي.

ټاکل شوې چې نن ښاغلی پنس په شمالي کارولینا کې په یوې انتخاباتي غونډې کې وینا هم وکړي.

ښاغلي ټرمپ هم ویلي دي چې د خپل مرستیال د دفتر د مشر په ناروغۍ خبر شوی دی خو هیله یې ښودلې ده چې ژر ورغیږي.

تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ او مېرمن یې میلانیا ټرمپ هم د کرونا په ویروس اخته شوي وو، خو ژر ورغېدل.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د ناروغیو د کنترول او مخنیوي د ادارې مشر انتوني فوچي ویلي دي‌ چې په ډسمبر کې به دا معلومه شي چې د کروناویروس ضد واکسین مصون دی که نه.

هغه ویلي‌ دي چې داسې نه ښکاري چې دا واکسین دې تر ۲۰۲۱ تر وروستیو پورې په پراخه توګه ووېشل شي.

د کروناویروس په لومړي ځل په تېر ډسمبر کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو. د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون وايي چې تر دې دمه په نړۍ کې څه باندې۴۲.۷ میلیون خلک په دغه ویروس اخته شوي او ۱۱.۵ میلیون نور مړه شوي دي.

دغه ویروس په امریکا کې څه باندې ۲۲۴زره کسان مړه کړي او شاوخوا اته میلیون نور پرې اخته دي.