شاته

اسرائیل: مخالفت سره سره به امریکا پر قطر الوتکې خرڅوي

د اسرائیل د انرژۍ وزیر د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم ۴) وویل چې د اسرائیل د مخالفت سره سره پر قطر باندې د امریکایي اف ۳۵ جنګي جت الوتکو بلورل ممکن دي.

د اسرائیل د انرژۍ وزیر یووال سټاینیټز وویل چې: «زه شک نلرم که هغوی (قطر) غواړي او پیسې ورکوي ژر یا وروسته به یې ترلاسه کړي.»

هغه استدلال کړی چې د امریکا حکومت «بالاخره د امریکایانو ګټو ته ګوري» په ځانګړې توګه پداسې حال کې چې د امریکا سیالانو روسیې او چین د خپلو جت الوتکو د خرڅلاو لپاره پټ وړاندیزونه کړي دي.

د رویترز اژانس د اکتوبر په اوومه رپوټ ورکړی و چې په نفتو بډایه هیواد قطر په رسمي توکه امریکا ته د اف ۳۵ الوتکو د اخیستلو خبر ورکړی دی.

تر دې دمه په سیمه کې یوازې اسرائیل دغه الوتکې ترلاسه کړي دي. اسرائیل چې امریکا ورسره ددغه ډول معاملو په اړه مشوره کوي ویلي دي چې پر قطر باندې د اف ۳۵ الوتکو د خرڅلاو سره به مخالفت وکړي.

وروسته له هغې چې عربي متحده اماراتو او بحرین د اسرائیل سره اړیکې نورمال کړې، امریکایي چارواکو پر عربي متحده اماراتو باندې د اف ۳۵ جنګي جټ الوتکو د خرڅلاو په هکله ښکاره څرګندونې کړي، خو د قطر د معاملې په اړه چوپه خوله پاته شوي دي.

اسرائیل په پیل کې پر عربي متحده اماراتو باندې د امریکایي اف ۳۵ جنګي الوتکو د پلورلو په هکله شک څرګند کړی و، خو د ښاغلي نتنیاهو حکومت ددې دریځ نه د جمعې په ورځ اکنوبر ۲۳ وروسته له هغې لاس واخیست چې ددې هیواد د دفاع وزیر بیني جنتس اسرائیل ته د امریکا د متحده ایالاتو د نویو امنیتي ډاډګیرنو سره له واشنګټن نه راستون شو.