شاته

طالب وسله والو په افغانستان کې حملې تېزې کړي, په دوحه کې د افغانانو په خپلمنځو مزاکراتو کې په ځینو نقطو د نفاق په سر پرمختګ نه کېږي

په دوحه قطر کې د افغانانو خپل منځو روغې خبرو په حال کې په افغانستان کې په تشدد کې تیزي راغلې ده, چارواکي واي په ورستیو کې په افغان پوځ د طالبانو حملې سوا شوي دي.

نن په اکتوبر 24 د افغانستان د ملي ساتنې چارواکو ویلي دي طالب وسله والو په نيمروز کې د کمال خان بند شپږ امنیتي ساتونکي وژلي دي.

د وي او ای اشنا څانګې د خبر تر مخه د یادې ملي ساتنې تصدۍ ویاند ضیا ودان وویل: "طالبانو نيمروز کې پر کمال خان بند بريد کړی، زموږ شپږ ساتونکي يې شهيدان کړي" طالب وسله والو هم ددغو حملو زمواري منلې.

تېره ورځ افغان چارواکو ویلي وو د طالبانو په تازه حملو کې 23 افغان پوځیان وژل شوي دي. د چارواکو تر مخه د جنوبي غربي صوبې نيمروز په خشرود اولسوالۍ کې د ملي پوځ په مرکز یوه غټه حمله شوې وه.

د اولسوالۍ ستر چارواکي جلیل دوست وي او ای ته وویل طالبانو په حمله کې پوځي مرکز ته سخت زیان رسولی.

د چارواکو تر مخه افغان ځواکونو په ځواب کې د طالبانو په مرکزونو بریدونه وکړل.

دا حملې په داسې حال کې کېږي چې په دوحه قطر کې د افغان چارواکو او طالب مشرانو تر منځ د افغانانو خپل منځه سولې مزاکرات روان دي. د څیړونکو تر مخه په دې خبرو کې دا وخت په ځینو نقطو د نفاق په سر پر مختګ نه کېږي.

په افغان چارو نظر لرونکي څیړونکي طاهر خان وي او ای ډیوه ته وویل ده ته سر چینو ويلي وو چې افغان چارواکي وايي وسنۍ خبرې د افغانانو سره متعلق دي ځکه دوي غواړي طالبان دې د دويي سره خپلې خبرې وکړي خو طالبان ټینګار کوي چې خبرې به د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې موافق نامې په رڼا کې کوي. د ښاغلي خان په خیال ده ته سرچینو وویل یواځې په دغه نقطه اختلاف موجود دی.

خو طاهر خان واي کله چې ده دغه خبره په ټولنیزو رسنیو ورکړه نو یو بل طالب چارواکي ورته په ځواب کې ولیکل اختلاف په یوه نه بلکې په دوه نقطو دی، البته دویمه نقطه څه ده دا یې او نه ویل.

که څه هم دا وخت په افغان خپل منځو خبرو کې په ځیني نقطو اختلافونه موجود دي او په تشدد کې تېزي لیدل کېږي خو افغان حکومت وايي، د طالبانو لخوا د هیواد په بېلابېلو برخو کې د جګړې شدت په وجه به مزاکرات نه ختموي.

د افغانستان د صدر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي تېره اونۍ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د طالبانو تازه ترهګریزو باجود هم افغان دولت غواړي خبرې به روانې وي.

خو د طالبانو د وروستیو حملو ورستو د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد فکر مندي ښودلې, هغه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي دا حملې د سولې پروسې ته زیان رسولی شي.

روان کال د فېبرورۍ په 29 نېټه د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولې لوظنانه لاس لیک شوې وه.

د امریکې او طالبانو د معاهدې تر مخه امریکا به په 14 میاشتو کې دافغانستان څخه ټول ځواکونه وباسي.

ددې معاهدې څو میاشتې پس د افغان حکومت او د وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د سپټمبر په 12 مه د قطر په سرښار دوحه کې په افغانستان کې د امن دپاره خپل منځه مذاکرات شورو شوي وو.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-