شاته

ټرمپ د جمهوري ریاست په ټاکنو کې رایه ورکړه 

د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید او برحاله ولسمشر دونالډ ټرمپ‌ نن شنبه اکتوبر ۲۴ ( لړم۳) د فلورېډا په ایالت کې رایه ورکړه.

په همدې حال کې د دموکرات ګوند کاندید جوبایډن به نن د پنسلوانیا په ایالت کې خپل انتخاباتي کمپاین کوي.

په تیرو ټاکنو کې د پنسلوانیا ایالت اوسېدونکو کله د جمهوري غوښتونکو کاندید او کله هم د دموکرات ګوند کاندید ته رایې ورکړي دي.

ښاغلي ټرمپ د فلورېډا ایالت د «پام بیج» په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې هر څه سم و او هغه په مصؤن ډول رایه ورکړه.

هغه وویل: «هغه چا ته مې رایه ورکړه چې نوم یې ټرمپ‌ دی.»

نوموړي له رایې ورکولو وروسته شمالي کارولینا ته ولاړ چې انتخاباتي کمپاینونو کې برخه واخلي.

د هغه د دموکرات ګوند سیال جوبایډن به په فلادلفیا کې خپل کمپاین روان ساتي او خلک به په خپلو موټرونو کې ناست وي او د هغه وینا به اوري.

مخکني ولسمشر بارک اوباما په دغې سیمې کې د جمهوري ریاست انتخابات ګټلي وو خو دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۶ کې دغه ایالت ګټلی و.‌

د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په درېیمه کیږي او نژدې دوه اونۍ ورته پاتې دي.

خو تر دې دمه څه باندې ۵۲ میلیون خلکو د پوستې له لارې او په حضوري توګه رایې ورکړي دي. اټکل کیږي چې ۱۰۰ میلیون نور خلک به هم په ټاکنو کې رایه ورکړي.