شاته

پاکستان کې دکرونا وایرس دفعالو پېښو شمیره یو ځل بیا تر۱۰ؤ زرو واوخته

په پاکستان کې د کرونا وایرس خوریدو لړۍ یو ځل بیا چټک شوې اؤ په تیر یو شواروز کې د کرونا وایرس د ۸۴۷نوؤ پېښو مخې ته د راتلو سره ګرډ هیواد کې په دغه وایرس فعلا داخته ناروغانو شمیره ۱۰زره اؤ ۲۳۵ؤ ته رسېدلې ده.

دخالي په ورځ پاکستان کې په کرونا وایرس د څار مرکز ویلي په تیرو څلیریشتو ساعتو کې دهیواد بیلابیلو برخو کې په دې وایرس ۱۲کسان مړه شوي هم دي.

په کرونا د څار لرونکي مرکز د شمیرو له مخې تر دې مهاله پاکستان کې درې لکه،۲۷زره اؤ ۶۳کسان په کرونا وایرس اخته شوي خو له دې جملې څخه درې لکه،۱۰زره اؤ ۱۰۱ناروغان بېرته هم جوړ شوي دي.

په تیر یو شوارزو کې په کرونا وایرس داخته ۱۲ؤ نورو ناروغانو د مړینې سره تر اوسه پاکستان کې په دې وایرس د مړو شوؤ کسانو شمیره ۶۷۲۷ؤ ته رسېدلې ده.

دخیبر پښتونخوا صوبې سره تړاؤ لرونکی وتلی معالج ډاکټر ضیاء الحق وایي د کرونا نه د ژغورنې په اړوند سپارښتنو څخه دعامو خلکو بې خبري‌ اؤ په دغو سپارښتنو عمل نه کیدل دکرونا پېښو کې د زیاتوالي سوب شوي دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل که چرې عامو خلکو د کرونا نه دځان ژغورنې په سپارښتنو عمل ونه کړو نو ویره ده چې دکرونا دناروغانو شمیره بیا دومره زیاته شي لکه په جون اؤ جولایي کې چې سیوا شوې وه.

نوموړي ډاکټر زیاته کړه چې د یخنۍ په موسم کې د سینې اؤ زکام مرضونه هم سیوا کیږي ځکه نو اندېښنه شته چې د کرونا اوسنۍ لړۍ پاکستان کې زیات خلک اغېزمن کړي.

هغه ویلي د کرونا وایرس له امله دسینې په رنځ اخته خلک زیات مړه کیږي نو ویره ده چې د ژمي کې به د کرونا وایرس له امله دماشومانو اؤ د بوډاګانو د مړینو کچه هم لوړه وي.

په کرونا دقابو موندلو اؤ څار ملي مرکز تیره ورځ ویلي وؤ په تیرو څلورو ورځو کې دنور کله په پرتله دکرونا وایرسو خوریدو ۴۰فیصده زیاتې پېښې مخې ته راغلي اؤ د مړینو کچه هم لوړه شوې ده.

دغه مرکز زیاته کړې ده چې په روغتونونو کې د اندېښمن حالت د ناروغانو شمیره سیوا شوې ده اؤ دپنجاب روغتونونو کې بیا په کرونا د اخته ناروغانو شمیره تر ټولو زیاته لیدل کیږي.

په عین حال کې اوړمه ورځ دمرکزي وزیر اسدعمر په مشرۍ د کرونا وایرس دمخنیوي په اړوند یوه مهمه غونډه شوې چې پکې ددې وایرس دقابو کولو په لارو چارو غور شوی دی.

پاکستاني مطبوعات د چارواکو له خولې وایي که چرې دغه هیواد کې د کرونا وایرس پېښې هم داسې په بېړه سره مخ په بره لاړ شي نو حکومت به یو ځل بیا د رش اؤ ګڼې ګوڼې مقاماتو کې لاک ډاؤن پځائ کړي.