شاته

عمران خان:جنرال باجوه ته داپوزیشن مشرانو سره لېدنې هډو پکار نه وې

دپاکستان په پوځ سیاست کې دمداخلې دسیوا شوؤ تورونو وروسته وزیراعظم عمران خان ویلي چې دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ته دمخالفو ډلو سره لیده کاته هډو پکار نه وؤ.

تیره ورځ دپاکستان یو شخصي ټي وي چینل سره مرکه کې وزیراعظم عمران خان ویلي حکومت مخالفه ګوندونه پوځ اؤ عدلیه دفشار لاندې راوستل غواړي تر څو هغوئ ماته وایي چې دوئ سره سازباز ته غاړه کښیږدم خو زه به هیڅکله داپوزیشن دفشار مخې ته سر ښکته نکړم.

دپاکستان اپوزیشن ګوندونو دپاکستان ډیموکراټیک موومنټ په نوم په دې وروستیو کې دحکومت په ضد احتجاجي تحریک پیل کړی اؤ په پوځ سختې نیوکې کوي چې عمران خان یې دټګۍ دلارې واک ته رسولی دی.

خو پوځ دریځ لري چې سیاست کې هیڅ رقم لاسوهنه نه کوي اؤ یوازې د ائین دلاندې یې دحکومت ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

وزیراعظم عمران خان ویلي هغه د اپوزیشن ګوندونو دجلسو څخه نه ویریږي اؤ که چرې حکومت یې ختم هم شي اؤ اپوزیشن بیا واک ته ورسیږي نو هغه به یوځل بیا ولس سړکونو ته راوباسي.

هغه ویلی جنرال باجوه ورته وخت په وخت د اپوزیشن مشرانو سره دخپلو لیدنو په اړوند احوال ورکولو خو اوس هغه دا فکر کوي چې داپوزیشن مشرانو سره دغه لیدنې یوه تېروتنه وه.

عمران خان د یوې پوښتنې ځواب کې ویلي هیڅوک هغه د اپوزیشن سره ساز باز ته نه شي اړ کولی.

هغه دا هم ویلي چې په وړومبي ځل پاکستان کې پوځ اؤ حکومت په یوه لیکه ولاړ دی اؤ مخالف ګوندونه دپوځ په ضد داسې ژبه کاروي چې دښمن به یې هم ونه کاروي.

هغه ویلي حکومت یې دپخواني وزیراعظم نوازشریف هیواد ته د راوستلو په هڅو بوخت دی اؤ زر به هغه هیواد ته راستون اؤ زندان ته واچول شي.

پخواني وزیراعظم نوازشریف ته دپاکستان داحتساب محکمې د غبن په یوه مقدمه کې د اوو کالو دبند سزا اورولې ده خو هغه دناروغتیا په دلیل حکومت ته په ورکړي ضمانت لندن ته تللی اؤ تیره ورځ دعمران خان دحکومت داطلاعاتو وزیر شبلي فراز ویلي وؤ تر جنورۍ به نوازشریف بېرته هیواد ته راوستل شوی اؤ زندان ته اچول شوی وي.

عمران خان هم ویلي که چرې د نوازشریف هیواد ته د بیا راستنولو دپاره د برتانیې وزیراعظم سره خبرې کولو ته اړتیا ولیدل شوه نو هم به هغه د برتانیې وزیراعظم سره خبره وکړي.

اخوا دپخواني وزیراعظم نوازشریف لور اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز ویلي چې عمران خان هسې عبث ګواښوونه کوي ځکه چې برتانیه کې کارونه په چغو سورو نه بلکې دقانون مطابق کیږي.

دخالي په ورځ کوټې ته احتجاجي جلسې دپاره له روانیدو وړاندې خبریالانو ته مریم نواز ویلي دعمران خان حکومت پینځه کاله د واکمنۍ موده خو څه چې روان کال به هم پوره نکړل شي.

هغې ویلي د مخالفو ډلو غږ اوس دهیواد ګوټ ګوټ ته رسیدلی اؤ خلک دعمران خان دحکومت نه تنګ شوي ځکه نو اوس اپوزیشن ګوندونو ته اړتیا نشته چې عمران خان نه این ار اؤ غواړي بلکې عمران خان اوس پخپله این ار او ته ضرورت لري