شاته

پاکستان اؤ افغانستان دپولیو نړیواله ورځ په ګډه توګه دتورخم په کرښه نمانځلې

په نړۍ کې یوازینیو د پولیو ښکار دوؤ هیوادونو پاکستان اؤ افغانستان دپولیو نړیواله ورځ پخپله ګډه پوله تورخم نمانځلې اؤ هوډ یې کړی چې دواړه هیوادونه به دپولیو دنوغي ویستلو دپاره په خلاص مټ هلې ځلې کوي.

دپولیو دنړیوالې ورځې په اړوند دخالي یا شنبې په ورځ دتورخم په کرښه راجوړې شوې ګډې دستورې کې دخیبر پښتونخوا صوبې ګورنر شاه فرمان اؤ دننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل برخه اخستې اؤ دواړو ویلي چې دخپلو هیوادونو څخه دپولیو په نوغي ویستو کې به هیڅ کسر نه پریږي

دخیبر پښتونخوا د والي دماڼۍ څخه دخپور شوي بیان له مخې په تورخم راجوړې شوې ګډې دستورې ته خپله وینا کې دخیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان ویلي افغانستان اؤ پاکستان ژمن دي چې داسیمه به په بشپړ ډول دپولیو د ناروغۍ څخه پاکوي.

هغه وویل نن د دواړو هیوادونو دګاونډي ولایتونو ګورنران هم ددې مقصد دپاره یو ځائ ته راټول شوي ترڅو خپل اولادونه دپولیو د رنځ څخه وژغوري.

هغه زیاته کړه چې پولیو کومه سیمه ییزه ستنزه نه ده بلکې دا زمونږ د روغتیا سوال دی اؤ دواړه هیوادونه هوډ لري چې خپلو خلکو ته د روغ صحت دپاره به دپولیو په ضد بشپړه مبارزه کوي.

په دغه مهال دواړو والیانو یا ګورنرانو ماشومانو ته دپولیو ضد څاڅکي هم ورکړل اؤ د پولې دواړو غاړو ته په میشتو ولسونو یې غږ وکړو چې باید خپلو اولادونو ته د روغ صحت ورکولو دپاره په هغوئ دپولیو ضد څاڅکي وڅښي.

ګورنر شاه فرمان په دغه موقعه مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي هر کله چې دپاکستان اؤ افغانستان ناروغي یوه ده نو دوئ نور هم ډير مشترکات لري اؤ پکار ده چې دصحت اؤ تجارت څانګو کې په همکارۍ سیوا کولو دواړه هیوادونه خپلې اړېکې نورې هم پیاوړې کړي.

هغه وویل پاکستان په دې باوري دی چې افغانستان کې دسولې تر ټولو زیاته ګټه پاکستان ته رسیږي ځکه چې په دغه هیواد کې روانو ناامنیو تر ټولو زیات پاکستان ځپلی دی.

هغه زیاته کړه چې دافغان کشالې هواری یوازې دافغانانو په لاسونو کې دی اؤ باید افغان ولس په خپلواکه توګه د افغان شخړې هواری ولټوي.

ګورنر شاه فرمان وویل دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځه په حقیقت کې دومره اختلافات نشته لکه څومره چې نورو قوتونو دې اختلافونو ته هوا ورکړي اؤ که بهرني قوتونه پریږدي نو دا دواړه خپلو کې ګڼې رشتې لري اؤ کولی شي چې خپل منځي اختلافات پخپله هوار کړي.

دننګرهار ګورنر ښاغلي ضیاء الحق امر خیل په دې موقعه ویلي چې صحت اؤ تجارت باید د سیاست سره ونه تړل شي اؤ څنګه چې ټوله نړۍ دا مهال د پولیو نه پاکه شوې ده داسې به افغانستان اؤ‌ پاکستان هم خپلې سیمې د پولیو نه پاکوي.

هغه وویل دواړو هیوادونو یو بل سره دتجارت سیوا کولو دپاره تماسونه نیولي دي اؤ د روغتیا په برخه کې هم همکاریو سیوا کولو ته ژمن دي چې ښې اغیزې به یې د دواړو هیوادونو د ولسونو په صحت ،ټولنیز ژوند اؤ اقتصاد وشي.

باید وویل شي چې دپولیو رنځ دا مهال د ټولې نړۍ څخه ورک شوی خو یوازې پاکستان اؤ افغانستان هغه دوه هیوادونه پاتې دي چې دا رنځ پکې تراوسه موجود دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي