شاته

محسن داوړ کوټې ته بیا نه دې پرېښودل شوی، د پي ډي اېم نور مشران کوټې ته رسیدلي

د تحریک انصاف حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد سبا له په کوټه کې کیدونکې جلسې لپاره د یو شمیر سیاسي ګوندونو مشران کوټې ته رسیدلي خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ یو ځل بیا په هوايي‌ ډګر ایسار کړی شوی او ښار ته نه دی پرېښودل شوی.

محسن داوړ یو څو شیبې وړاندې په خپل یو ټوېټ کې لیکلي ٫٫ یو ځل بیا د ریاست د پاسه ریاست زمونږ د حقونو سرغړونه کړې. ځه د ندیم عسکر سره په کوټه هوايي ډګر ایسار کړی شوی یمه. ما ته ویل شوي چې د امنیتي خطر له سببه دغه کار شوی.٬٬ محسن دواړ په خپل ټوېټ کې پوښتنه کړې ٫٫ دا امنیتي‌ خطر یواځې زما لپاره ولې دی؟ مونږ به په دې کارونو خاموشه نه پاتې کیږو او نه په دې کارونو ویریږو.٬٬

په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو هم خپره شوې چې پکې د کوټې ډپټي کمشنیر محسن داوړ ته وايي چې حکومتي امر دی او ستاسو ژوند ته خطر دی.٬٬

د ايالتي حکومت لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د قامي اسمبلۍ غري محسن داوړ د کوټې پر هوايي‌ ډګر د اېسارولو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو د کوټې په هوايي ډګراحجاج هم کړی.

د محسن داوړ د ايثارولو په اړه تر اوسه ايالتي حکومت څه ندي ويلي. وي او ای ډیوه د بلوچستان ایالتي حکومت ویاند لياقت شاهواني سره د تماس نيولو په هڅه کې نه ده بریالۍ شوې.

وړاندې هم د بلوچستان ايالتي حکومت محسن داوړ ته د کوټې ښار ته د داخيلدو اجازه نه وه ورکړې او هغه يې بيرته اسلام اباد ته ليږلی وو. د بلوچستان حکومت هغه وخت ويلي وو چې د امن امان د خوندي ساتلو، په ايالت کې پر جلسو د بنديز او د کرونا وايرس د مخنيوي په موخه يې محسن داوړ تهکوټې ښار ته د تلو اجازه نه ده ورکړې.‌

د محسن داوړ نه علاوه د پي ډي‌ اېم یو شمیر نور مشران د سبانۍ جلسې لپاره بیا کوټې ته رسیدلي. په دغه مشرانو کې پخوانی وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني، د نواز شریف لور مریم نواز او د عوامي نېشنل پارټۍ امیر حیدر خان هوتي او میا افتخار حسین هم شامل دي.

د پاکستان پخواني وزيراعظم لور او د مسلم ليګ ن مخکښه مريم نواز کوټې ته د رسیدلو وروسته مطبوعاتو سره د خبرو په وخت ویلي عمران خان يواځې شوی او هیڅ ملګری ورسره نه دي پاتې. مریم نواز زیاته کړې کوم چا چې عمران خان راوستی هغه هم د عمران خان ملګري نه دي پاتي.

٫٫ تاسو د عمران خان حرکتونه وګوړۍ، هغه څومره وار خطا دی. تیره ورځ چې هغه کومې خبرې کړي نو هغه خلک یې مخاطب کړي چا چې دی (عمران خان) راوستلی. هغو ته یې ویلي چې تاسو دا ناسم کار کړی.٬٬

د بلوچستان ايالتي حکومت وياند لياقت شاهواني تيره ورځ په کوټه کې رسنيو ته وويلي وو، پي ډي اېم دې خپله جلسه وځنډوي ولې چې د نيکټا لخوا په کوټه او پيښور کې د ترهګريو پيښو ويره ده.مريم نواز د ایالتي حکومت دغې خبرې ته په ځواب کې ویلي، د پي ډي ايم د جلسې حفاظت د ايالتي حکومت زمه واري ده.

د قامي وطن پاړټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو په کوټه کې د وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت ویلي، د کوټې جلسه د اولس د ووټ د عزت، اېین او قانون د بالا دستۍ لپاره نه بلکه د عوام د اسانتياو لپاره هم ده.
څيړونکی او خبريال شهزاده ذولفقار د سبانۍ جلسې د اهمیت په اړه وي او ای ډيوه ته وويلي،‌ د کوټې جلسهځکه مهمه ده چې حکومت يواځي شوی او په کمزوري پاڼ ولاړ دی.‌

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.