شاته

د ناګورنو-قره باغ پر سر د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ‌سخته جګړه روانه ده

د ناګورنو-قره باغ د مالکیت په سر د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ سخته جګړه روانه ده او دواړه خواوې یو بل تورنوي چې د ولسي خلکو په کورونو توغندي وروي.

د ناګورنو-قره باغ چارواکي وايي د اذربایجان یو شمېر کلیوالې سیمې یې په راکټونو وېشتلي دي.

د ناګورنو-قره باغ د چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې د هغوی ۹۲۷ سرتېري او ۳۰ ولسي خلک وژل شوي دي.

اذربایجان لا نه دي‌ ویلي چې په جګړه کې د هغوی څومره سرتېري وژل شوي دي، خو دا خبره یې کړې ده چې د ارمنستان په بریدونو کې ۶۳ ولسي خلک وژل شوي او ۲۹۲ نور ژوبل دي.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره په خبرو کې ټېنګار کړی چې «جګړه ختمه کړي او د ولسي خلکو ژوند وساتي».

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي چې ښاغلي‌ پمپیو تېره ورځ د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا-جلا غږیدلی او له هغوی یې غوښتي چې د جګړې ختمولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

ښاغلي پمپیو په خپل ټویټر کې هم لیکلي چې دی او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د جګړې ختمولو لپاره د «ارزښتناکو اقداماتو» په اخیستلو وغږېدل.

په همدې حال کې د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف ویلي‌دي‌ چې د ارمنستان سرتېري باید د ناګورنو-قره باغ سیمې څخه ووځي چې جګړه ختمه شي.‌

د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین ویلي شاید په دغې جګړې له پیل راهېسې ۵۰۰۰ کسان وژل شوي وي.

ترکیه وايي که اذربایجان ترې مرسته وغواړي، چمتو ده چې سرتېري ور واستوي. ترکیه په دغې جګړې کې د اذربایجان ننګه کوي.

په همدې حال کې ښاغلي پمپیو په نورو هېوادونو غږ وکړ چې په دغه اور دې نور تیل نه پاشي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي چې هیله لري د روسیې سره ګډ کار وکړی چې دا جګړه ختمه شي.