کابل ښار کې چاودنې "لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل"
د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي چې په کابل ښار کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژلي او ۲۰ نور ژوبل دي.
ځانمرګی نن شنبه د اکتوبر ۲۴ ( لړم ۳) د کابل ښار په دیارلسمې حوزې کې د دشت برچي په «پل خشک» سیمه کې شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې دا برید د «کوثر دانش مرکز» په کوڅه کې شوې دی.
ښاغلي ارین دا د تروریستانو کار بللی دی. وايي زخمیان روغتون ته انتقال شوي دي.
هغه وايي چې ځانمرګی پلی روان و او غوښتل یې چې مرکز ته ننوځي، خو ساتونکو درولی دی او بیا هغه ځان الوځولی دی.
ښایي د قربانیانو شمېر تغیر شي.
تر اوسه د دغې چاودنې علت معلوم نه دی.
په دې ورستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی. افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د جګړې په ښکېلو غاړو غږ کړی دی چې تاوتریخوالی کم کړی.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت په خپله غاړه نه دی اخیستی.