شاته

بلخ کې له پوهنځي فارغې مېرمن لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

پرستو بابُر چې ۲۶ کاله عمر لري په بلخ کې یو له محدودو ښځینه وو سوداګرو څخه یوه ده.

آغلې پرستو ته په مزارشریف کې د اورینت کېک او کلچې تولیدي کارخونې مسئولیت ور په غاړه دی.

پرستو وايي، چې د ښوونې او روزنې له پوهنځي فارغه شوې ده، خو په تخصصي برخه یې د کار فرصت د نه شتون په خاطر په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې په کور کې د وطني کېک او کلچو پخلی پيل کړ.

پرستو بابُر وايي، چې په سر کې یې خپل فعالیت د کورنۍ د نورو غړو په مرسته پر مخ وړه، خو دوه کاله وروسته کله چې په بازار کې یي د پېرونکو شمېر زیات شو او تولید ته اړتیا لوړه شوه بیا یې په رابعه بلخي مارکېټ کې تولیدي کارخونه جوړه کړه.

دا وايي، چې د کورنۍ د مصارفو د پوره کولو ترڅنګ یې لسو نورو نجونو ته هم د کار زمینه برابره کړې.

هغې زیاته کړه: "توانېدلې یم چې لسو نورو نجونو ته د کار فرصت برابر کړم، زمونږ د تولید پلور په ژمي کې زیاتېږي، زمونږ تولیدات ښه کیفیت لري او وطني دي له همدې امله مو پېردونکي زیات دي."

پرستو بابُر د وطني کېک او کلچې د تولید او خرڅلاوي په برخه کې له خپل فعالیت نه راضي ده.

پرستو بابُر
پرستو بابُر

هغه وايي دا چې توانېدلې د خپلو کارکوونکو د کورنیو لسګونه غړو ته د یوه سالم عاید سرچینه ووسي، دا ورته یو ښه احساس دی.

بابر زیاتوي: "زه خپلو کارکوونکو ته د مرستې سبب یم، دوی په هغه پیسو چې دلته یې ترلاسه کوي د کورنۍ د غړو د زده کړې مصارف او نورې اړتیاوې پوره کوي."

پرستو ازادي راډیو ته وویل، چې تر اوسه یې له سلو زیاتو مېرمنو ته د کېک او کلچې د تولید ترڅنګ، د سوداګرۍ د مدیریت په برخه کې هم زده کړې ورکړي.

هغې ووېل خوشحاله ده کله چې زده کوونکي یې له دې سره په سوداګریز بازار کې سیالۍ کوي.

مېرمن پرستو وايي: "زما زده کوونکي په بازار کې راسره سیالۍ کوي، ډېرو نجونو ته مې د کېک او کلچې د تولید او د سوداګرۍ په مدیریت کې زده کړې ورکړي."

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو ریاست مشر شېر احمد سپاهي زاده وايي چې په مجموعي توګه دغه ولایت کې له سلو ډېرې ښځې واړه او لوی سوداګریز فعالیتونه مدیریت کوي.

له دې ډلې ۱۰ مېرمنې د کېک او کلچې د پخلي د کارخانو مدیریت ترسره کوي.

د سپاهي زاده په خبره چې دغو کارخانو کې سلګونه نجونو او ښځو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: "ډېرې ښځې په کار بوختې شوي دي، وړې سوداګرۍ د ودې په حال کې دي، مونږ د نندارتونونو په جوړولو له دوی څخه ملاتړ کوو."

په همدې حال کې، پرستو بابُر وايي چې د قرنطین د څلورو میاشتو محدودیتونو په ترځ کې یې فعالیت له ماتې سره مخ و، خو د بندیزونو په رفع کېدو سره یې کار و بار نوې ساه اخیستې.

آغلې بابُر له متشبثینو ښځو څخه د حکومت نه ملاتړ او په سوداګریز چاپېریال کې ناسالمې سیالۍ د خپل کار و بار په وړاندې سترې ننګونې بولي.

هغه د ښځو په نوښتګرۍ باور لري او په کار کې توپیر د سوداګرۍ د ودې اصلي انګېزه بولي.