شاته
د اسکار جایزې سیالۍ ته ۸۵ فلمونه غوره شوي؛ د افغانستان استازی نوملړ کې نشته
د سینمایي هنرونو او علومو اکاډمۍ د هغو فلمونو نوملړ خپور کړی چې "د غیر انګلیسي ژبې غوره فلم اسکار جایزې" سیالیو کې یې د ګډون غوښتنه کړې. په دغه نوملړ کې د ایران، یمن، عراق او سعودي عربستان استازو په ګډون ۸۵ فلمونه لیدل کېږي، خو د افغانستان د استازي نوم پکې نشته.