شاته

ګلبدین حکمتیار سبا په درې ورځني سفر اسلام اباد ته رسیږي

ټاکل شوې ده دافغانستان دحزب اسلامي ګوند مشر اؤ پخوانی صدر اعظم ګلبدین حکمتیار سبا(دوشنبه) دپاکستان په درې ورځني سفر اسلام اباد ته رسیږي اؤ دغلته به دپاکستان د صد،وزیراعظم اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیدنې کوي.

ښاغلی حکمتیار پاکستان ته خپل دا سفر په داسې حال کې کوي چې افغانستان کې دسولې په موخه دتیرې میاشتې راهسې طالبان اؤ دافغان دولت مرکچي پلاوی په خپل منځي خبرو بوخت دي خو ویل کیږي ترمنځ یې یو شمیر اختلافونه شتون لري.

افغانستان دپاره دپاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په ټوئټر لیکلي ښاغلی حکمتیار به د ۱۹ نه تر ۲۱م اکتوبر پورې اسلام اباد کې ایسار وي.

هغه زیاته کړې پخپل دې سفر کې به ګلبدین حکمتیار دپاکستان د وزیراعظم، دبهرنیو چارو وزیر،دسینیټ دچئیرمین اؤ قامي اسمبلۍ د اسپیکر سره لیدنې کوي اؤ ددې ترڅنګ به دمطالعاتي مرکز غونډې ته وینا اؤ دمخکښو خبریالانو سره خبرې اترې هم کوي.

دافغانستان د سولې په روان پړاؤ کې اسلام اباد ته دګلبدین حکمتیار دا سفر څېړونکي زیات مهم بولي خو وایي پاکستان چې حکمتیار ته څومره پروټوکول یا درناوی ورکوي دا ښایي چې دافغانستان په راتلونکي نظام کې به ګلبدین حکمتیار هم په ممکنه توګه یو خاص رول ولوبولی شي.

پخپله ګلبدین حکمتیار تر اوسه پاکستان ته دخپل ټاکل شوي سفر په اړوند څه نه دي ویلي اؤ نه هم افغان دولت په دې اړه خپل غبرګون ښودلی دی.

ګلبدین حکمتیار چې د شوروي په ضد جګړه کې یې یو مهم کردار ترسره کړی ؤ ،دنائن الیون دبریدونو راپدیخوا په افغانستان دناټو دبریدونو سخت مخالف ؤ اؤ دبهرنیو ځواکونو په ضد یې دجګړې اعلان کړی ؤ.

په افغانستان کې دطالبانو دحکومت ړنګیدو وروسته ګلبدین حکومت ځان له صحنې بې درکه کړی ؤ خو په کال ۲۰۱۶م کې یې داشرف غني دحکومت سره دسولې یو تړون لاسلیک کړو اؤ بیا یې کابل کې خپل فعالیتونه پیل کړل.

ګلبدین حکمتیار چې زیات وخت یې پاکستان کې تیر کړي، بیلابیلو وختونو کې دخپلو مخالفینو لخوا پاکستان دپاره په کار کولو هم تورن کړل شوی خو هغه اکثره پخپلو ویناګانو کې ویلي چې داسلام اؤ افغانستان ګټو ته ژمن دی.

په موجوده وخت کې ښاغلی حکمتیار د اشرف غني دحکومت د کړنو سخت مخالف دی خو دطالبانو سره هم په ډاګیز ډول په یوه لیکه نه دی ولاړ