شاته

پاکستان دا تورونه رد کړي چې ګنې پوځ یې د ارمنیا په ضد د اذربائیجان په ملاتړ جنګیدلی

دارمنیا د وزیراعظم لخوا دپاکستان په پوځ د اذربائیجان دپوځ په ملاتړ دجنګیدو د تورونو مخې ته له راتلو وروسته پاکستان سپیناوی کړی چې پوځیان یې د اذربائیجان په ملاتړ نه دي جنګیدلي اؤ په دې اړوند کیدونکې دعوې بې اساسه دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې اوړمه ورځ د روسیې یوې خبرې شبکې سره خبرو کې د ارمینیا وزیراعظم نکول پشنیان ویلي وؤ چې د نیګورنو -کاراخ په لانجمنه سیمه کې دپاکستان ځانګړي ځواکونه د دترک ځواکونو سره یوځائ جګړه کې برخه لري.

دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر خپل د سپیناوي په یو بیان کې ویلي چې پاکستان د ارمینیا د وزیراعظم نکول پشنیان هغه بې اساسه اؤ نه منونکې دعوې ردوي چې بنسټ یې په ناتائیده اطلاعاتو ولاړ دی.

دبهرنیو چارو د دفتر ویاند حفیظ چوهدري ویلي چې د اذربائیجان صدر الهام علي عوف هم په دې اړوند خپل دریځ څرګند کړی چې هغه دبهرنیو ځواکونو مرستې ته اړتیا نه لري.

پاکستاني ویاند زیاته کړې دا خبره د افسوس وړ ده چې دارمنیا مشرتابه د اذربائیجان په ضد پخپلو ناقانونه ګامونو د پردې اچولو دپاره غیر مسولانه پروپیګنډه کوي چې دا باید ودرول شي.

ویاند ویلي د دواړو هیوادونو د اوږدې مودې اړیکې دملګرو ملتونو په قراردادونو په عمل کولو اؤ د اذربائیجان دسیمې څخه د ارمینیا دځواکونو په وتلو ځائ ته راتلی شي.

تر دې دمخه د هندي اؤ ځېنو نورو نړیوالو شبکو هم پخپلو راپورونو کې دعوې کړې وې چې دپاکستان وزیراعظم عمران داذر بائیجان اؤ دترکي دپوځونو سره یو ځائ دجنګیدو دپاره دپاکستان پوځیان لانجمنې سیمې ته لیږلي دي.

خو دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند دغه راپورونه هم رد کړي وؤ.

د نیګورنو ـ کاراباخ سیمه په ۴۴۰۰مربع کلومیټره ساحه خوره ده اؤ ۵۰ کلو میټره پوله یې د ارمینیا دپولې سره لګیدلې ده.

دارمنییا بیلتون خوښو د ۱۹۹۰ په لسیزه کې دیوې سترې جګړې په ترڅ کې د نیګورنو ـ-کارابخ سیمه دباکو څخه خپله ولکه کې اخستې وه چې په دغه جګړه کې ۳۰زره کسان وژل شوي وؤ.

وروسته بیا فرانسې،روس اؤ امریکې په دې لړ کې منځګړتوب کړی ؤ خو په کال ۲۰۱۰م کې دامن تړون یو ځل بیا تالا ترغۍ شوی ؤ.

دمسلمان هیواد اذر بائیجان اؤ عیسایي هیواد ارمینیا تر منځ د اوسني تاؤ تریخوالي له امله د دوؤ سترو طاقتونو روس اؤ ترکي ترمنځ دتاؤ تریخوالي پیدا کیدو اندېښنې ښودل کیږ