شاته

اسکردو:دمسافرو په ګاډي غر راخوئیدلې،۱۸کسان یې لاندې کړي، ۱۱مړه

دپاکستان مربوط دګلګت بلتستان په سیمه کې د مسافرو په یو ګاډي د غره ګټان راخوئیدلي چې پکې ۱۱کسان وژل شوي دي.

داسکردو مرستیال کمشنر روندو معراج عالم رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د اتوار په سحر د جاګلوټ اؤ اسکردو ترمنځ په تنګوس سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې دپینډۍ نه روان یو کوسټر باندې دسړک دپاسه دغره نه ګټان راورغړیدل.

هغه ویلي په دې ګاډي کې ټول ۱۸مسافر ناست وؤ چې هغوئ ټول په ګټانو کې ګیر شوي اؤ تر دې مهاله د۱۱ؤ کسانو مړي راویستل شوي دي.

مرستیال کمشنر ویلي مرستندویه فعالین دپېښې سره سم سیمې ته رسیدلي اؤ د ګټانو لاندې د ګیرو نورو مسافرو د راویستلو هڅې کوي.

هغه ویلي هر کله چې د سړک څخه رارغړیدلي ګټان اخوا کړل شي نو پېښه کې د وژل شوؤ کسانو مړي اؤ ژوبل به د سیمې روغتون ته ورسول شي.

مرستیال کمشنر زیاته کړې ده چې په دې پېښه کې بس په بشپړ ډول تباه شوی دی اؤ پکې د ناستو مسافرو د ژوندي پاتې کیدو احتمال دنشت برابر دی.

هغه ویلي په وژل شوؤ کې ښځې ماشومان اؤ د زاړه عمر خلک شامل دي.

تر دې دمخه تیره میاشت دخیبر پښتونخوا په قبائیلي ضلعه مهمند کې د ماربلو د یو غر نه د ګټانو رارغړیدو له امله ۲۲ کسان وژل شوي و