شاته

غور کې موټري بمي چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د افغانستان په غور ولایت په فیروز کوه کې دیو موټربمي برید ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي .

کورنیو چارو وزارت وايي، دغه چاودنه نن سهار ۱۱ بجې د غور ولایت د ښځو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو مخې او د امنیه قوماندانۍ ته نږدې د یوه کرولا موټر په واسطه برید شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په یو لیکلي پیغام کې وویل، چې د دې برید له امله ۲۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د غور د عامې روغتیا ریاست ځینې مسؤلین بیا وايي، چې د پېښې له ځایه نژدې اویا تنه په ټپي حالت کې ور وړل شوي.

هغه وایي، ډیری ټپیان عام خلک دي چې د ښيښو او دیوالونو د چپه کیدو له امله ټپیان شوي.

د دې چاودنې مسئولیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پرغاړه نه دی اخستی

د غور د والي ویاند عارف عابر هم رسنیو ته ویلي چې په یاده چاودنه کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

هغه ویلي دا چاودنه دامنیه قوماندانۍ په جنوبي دروازه کې شوې ده چې د ښځو اؤ شهیدانو اؤ معلولینو ریاست ته یې هم زیانونه اړولي دي.

دپېښې په اړوند نور جذئیات به زر وي او ای ډیوه درکړي