شاته

د کرونا وبا په منځ کې د امریکا په ګڼو ښارونو کې د ښځو لاریون شوی 

د خالي په ورځ د امریکا په واشنګټن ډي سي او نورو ګڼو ښارونو کې په زرګونو ښځو په احتجاجونو (وومن مارچ)‌کې ګډون کړی او په امریکایانو یې غږ کړی چې صدر ډانلډ ټرمپ د صدارت نه لرې کولو لپاره دې رایې ورکړي او د سپریم کورټ د خالي شوې څوکې لپاره د ججې اېمي بېرېټ د ټاکنې پرضد دې مظاهرې وګړي.

اېمي بېرېت د جسټس روت ګېنزبرګ د مرګ وروسته خالي‌ شوې څوکې باندې د صدر ټرمپ لخوا ټاکل شوې ده. د دغې مارچ ناېب ډاېرېکټرې رېچل اولېري په واشنګټن کې د لاریون د شورو کیدو په مهال په وینا کې ویلي، ٫٫ یواځې دا خبره پوره نه ده چې مونږ اوایو چې صدر ټرمپ به ودروو.٬٬

رېچل وړاندې وویل مونږ باېد داسې اویایو چې مونږ به د دې هیواد سره کړې خپلې ژمنې پوره کوو. او دا زمونږ د ټولو کار دی چې د دې شورو د ځان نه وکړو. چې هغه راتلونکې راولو چې پکې برداشت وي. او د دې اجازه وي.‌٬٬

یوې بلې بې نومه مېرمنې چې د واشنګټن په دغه لاریون کې یې ګډون کوو وي او ای ته وویل ٫٫ مونږ دلته ځکه راغلي یو چې مونږ د خپل هیواد په جمهوریت باور ساتو کوم چې دا مهال د خطر سره مخ دی. او مونږ په دې هیواد کې د بدلون لپاره د ښځو طاقت منو.٬٬ دغې میرمن وړاندې زیاته کړه ٫٫ مونږ خپل دا امتیاز یا ځانګړتیا هم منوچې د دغې د ساتنې ژمنه مو کړې او د هغې لپاره دلته راتلی شو. او د دغې امتیاز سره دا زمونږ ذمه واري جوړیږي چې خبره وکړو او ودریږو.٬٬

د واشنګټن دغه مارچ بیا د موباېل ټېکسټ پېغام د یوې نمونې سره ختم شو. دغه پېغام به پینځه میلینه یا ۵۰ لکو خلکو ته لیږل کیږي چې خلک دې ته وهثوي چې د نومبر په ۳مه نېټه په صدارتي‌ټاکنو کې رایې وکړي.

د امریکا په نورو ښارونو کې هم دغه شان په سلګونو نور احتجاجونه شوي. او د کرونا وبا د لاسه ځینې ورچول یا انلاېن، ځیني بیا د ګاډو د قافلو په شکل کې شوي. یو لاریون په کارنل یونیورسټۍ کې هم شوی چرته چې د سپریم کورټ پخوانۍ ججې ګېنزبرګ د کالج سبق ویلی وو.‌

Women's March Washington
Women's March Washington

د وومن مارچ په مقابله کې د محافظه کارو یا قدامت پسند ښځو یوې ډلې لخوا هم په واشنګټن کې د خالی په ورځ احتجاج شوی.‌دغه احتجاح د سپریم کورټ ودانۍ مخې ته شوی. د انډیپېنډنټ وومن فورم ډلې د سوري لاندې د سپریم کورټ لپاره نومول شوې ججې اېمي بېرېټ د نومول کیدو په حق کې ٫٫ ځه د هغې سره یم٬٬ په نامه هم یو احتجاج شوی.

د امریکا سېنټ کې به د ریپبلکن ډلې ګوند غړي روانه اونۍ د ایمي بېرېټ د ټاکنې عمل د کمېټې نه وړاندې وړلو لباره رایې ورکوي. تمه ده د اکتوبر ۲۶مې په اونۍ کې بیا پوره سېنټ کې د بېرېټ د منظورۍ لپاره رایې واچول شي.

که ایمي بېرېټ د سپریم کورټ د ججې په هیڅ منظوري کیږی نو دا به د امریکا سپریم کورټکې د محافظه کاره ججانو تناسب ۳-۶ کړي. ډیموکرېټ ګوند اندېښنه ښودلې چې ایمي بېرېټ ښځو ته د ماشوم د ضاېع کولو یا ابارشن ورکړل شوی حق بیرته اخستلی شي.