شاته

ارمینیا او ازرباېجان په یو بل د ډزبندۍ د سرغړونې تورونه لګولي

د اتوار په ورځ‌ ارمینیا او ازر بایجان په نوګورنو کاراباخ سیمه کې د بشري مرستو لپاره د ډزبندۍ عملي کیدو څو ساعته وروستو په یو بل د جنګ بندۍ ماتولو تورونه لګولي.‌

د اتوار په ورځ‌وختي د ارمینیا د دفاع وزیرې په ازر باېجان تور لګولی چې د نوي ډزبندۍ سرغړونه یې کړی او په نوګورنو کاراباخ سیمه کې یې راکټې ویشتي‌ او په دغه سیمه یې د درنې وسلې په لار ډزې کړي.

په دغه ټوېټ کې لیکل شوي ٫٫ یو ځل بیا د بشري مرستو لپاره عملي شوي ډزبندۍ سرغړونه شوې. دښمن د شمال په سیمه کې د ۱۲ بجو نه د پاوکم دریو بجو پورې په درنه وسله ډزې کړي او په جنوبي سیمه یې د شل منټه د پاسه ۲ بجو نه د پاو کم دریو پورې راکټي‌ بریدونه کړي.‌

د ازر بایجان د دفاع وزیر د دغې وروسته بیا په یو بیان کې ویلي، ٫٫ دشمن د جبریل ښار په شاو خوا کې ډزې کړي او د دغه سېمې په کلو یې هم د مارټر ګولو او درنې وسلې ډزې کړي. په دغه بیان کې ویل شوي چې د ازر باېجان پوځ د دغې ډزو په ځواب کې مناسب ځوابي کاروايي کړې ده.٬٬

وړاندې د دغې ازربایجان او ارمینیا اعلان کړی وو چې داتوار د ورځې نه په ډزبندۍ راضي شوي. دا په یوه اونۍ کې دویم کوښښ دی چې نوګورنو کاراباخ په سیمه کې د دریو اونیو راهسې شورو شوې جګړه ختمه شي.

د ارمینیا د خارجه وزارت لخوا د خالي په ورځ ناوخته په یو بیان کې ویل شوي وو ٫٫ ارمینیا او ازرباېجان په بشري اوربند صلاح شوي چې د اکتوبر ۱۸ نېټې د ځايي وخت ۱۲ بجې به شورو کیږي. د ازرباېجان د خارجه اړیکو وزارت هم ورته بیان خپور کړی وو.‌

د بشري اوربند دغه اعلان د روس د خارجه چارو وزیر سرګی لاوروف لخوا د ارمینیا او ازر باېجان د خارجه وزیرانو سره په ټېلیفون د خبرو اترو ورسته شوی ووو. د روس خارجه وزیر او د فرانس صدر ایمانیول مېکرون دواړو په دې خبره ورکړی وو چې دواړه ډلې دې په اوربند په سختۍ سره عمل وکړي.

د خالي‌ په ورځ سهر وختي ازربایجان او ارمینیا په یو بل د نوي بریدونو تورونه لګولي وو. چې ورسره په لانجمنه نوګورنو کاراباخ سیمه کې یوه اونۍ وړاندې د روس لخوا شوي اور بند د ماتیدو او د جګړې د زیاتیدو ویرې سېوا شوي.

د دې تازه تاو تریخوالي تر څنګ د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې د خالي یا شنبې په ورځ په سمدستي بشري اوربند غږ کړی. او په یو بیان کې یې ویلي چې په دغه جګړه کې ماشومان وژل شوي، ژوبل شوي او د جګړې د لاسه بې کوره شوي دي.

او د تیرو څو اونیو راهسې روانې جګړې له سببه د ٫٫ سخت نفسیاتي تکلیف او دباو نه تیریږي.٬٬ د یونیسف لخوا په دغه بیان کې ویل شوي ٫٫ ماشومان،‌ کورنۍ او د عامو خلکو د کار ودانۍ یا ملکي تاسیسات چې خلک پرې تکیه لري، د بشري حقونو او بشري مرستو نړیوال قانون لاندې باېد خوندي وساتل شي. د ټولو دښمنو له منځه وړل د ټولو ماشومانو په ګټه دي.

د ارمینیا او ازربایجان تر منځه دا تازه جګړه د ستمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه شورو شوی او تر دې وخته یې په سلګونو خلک یې مړه کړي. دا تازه جګړه په لانجمنه نوګورنو قاراباخ سیمه کې د دواړه هیوادونو تر منځه د ۱۹۹۴ د ډزبندۍ وروسته تر ټولو سخته جګړه ده.

په نوګورنو قاراباخ سیمه کې ا رمینیايي نسل د اوسیدونکې ابادي زیاته ده او دغې سیمې په کال ۱۹۹۱ کې د سویت یونین د ماتیدو وروسته د ازرباېجان نه د ازادۍ اعلان کړی وو. د دغې اعلان وروسته شورو شوي جنګ کې تر ۳۰ زرو پورې خلک مړه شوي وو. چې بیا په ۱۹۹۴ کې ډزبندي وشوه. خو د نوګورنو قاراباخ د ازادۍ اعلان وروسته هیڅ چا هم دغه په نړیواله توګه نه دی منلی.