شاته

تیرو ۲۴ ساعتونو کې کروناویروس ۴ نور افغانان مړه کړي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس ۴۷۶ مشکوک سمپلونه معاینه شوي چې له دې شمیرې ۵۹ یې مثبت تشخیص شوي دي.

د روغتیا وزارت د یکشنبې ورځې اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۷) معلومات ښيي چې تر ټولو زیاتې ۳۱ مثبتې پېښې په هرات ولایت کې ثبت شوي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د تازه مثبتو پېښو په ثبت سره په افغانستان کې د ټولو مثبتو پېښو شمیر ۴۰۲۰۰ ته پورته شوی دی.

همداشان د روغتیا وزارت ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې څلور تنه له کروناویروس څخه مړه شوي او ۵۳ ناروغان بېرته روغ شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کروناویروس له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمیر ۱۴۹۲ ته پورته شوی او ۳۳۶۱۴ تنه بېرته روغ شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډيسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکنیز پوهنتون د معلوماتو په اساس د یکشنبې تر ورځې اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۷) په نړۍ کې څه باندې ۳۹ میلیونه او ۶۸۱زره کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمېرې کابو ۱ میلیون او ۱۱۰زره ناروغان مړه شوي دي.