شاته

کروناویروس نهه ساعته پر پوټکي ژوندی پاته کیږي - څیړنه 

جاپاني څیړونکو موندلي چې کروناویروس د انسان پر پوټکي باندې د نهه ساعتونو لپاره ژوندی پاته کیږي.

دغه څیړونکي وایي، د دوی نوې موندنه ښیي چې د کروناویروس د ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره انسانان باید خپل لاسونه په وار وار ومینځي.

پدغه څیړنه کې چې موندنې یې د کلینیکي ویروسي ناروغیو په ژورنال کې خپرې شوي، پوهانو د انفلونزا د لیږدونکي ویروس د عمر عامل هم څیړلی او هغه یې له کروناویروس سره پرتله کړی دی.

دغو پوهانو موندلي چې د انفلونزا ویروس د انسان پر پوټکي باندې شاوخوا ۱.۸ ساعته ژوندی پاته کیږي.

څیړونکو دغه ازموینه د مړه شویو کسانو د جلد نه په راټولو کړو نمونو باندې د هغوی له مړینې نه یوه ورځ وروسته ترسره کړې ده.

جاپاني څیړونکو ویلي دي چې کروناویروس او د انفلوانزا ویرس د ایتانول نه د استفادې کولو ۱۵ ثانیې وروسته له فعالیته غورځي؛ هغه ماده چې د لاسونو د ضد عفوني کولو په مایع (hand sanitizer) کې موجوده ده.

دغه مطالعه د کروناویروس د پراخیدو د مخنیوي په خاطر د لاسونو د مینځلو په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان لارښوونه غښتلې کوي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې رامنځ ته شو، ژر په وبا واووښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د یکشنبې د ورځې اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۷) تر سهاره په نړۍ کې څه دپاسه ۳۹ میلیونه او ۶۹۸ زره کسان په کروناویروس اخته شوي او په دې وجه څه دپاسه یو میلیون او ۱۱۰ زره کسان مړه شوي دي.