شاته

د سولې بهیر څخه د سیمه ییز ملاتړ په هدف عبدالله ایران ته لاړ

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له ایراني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرو لپاره د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تهران ته ولاړ.

د ملي مصالحې عالي شورا نن یکشنبه اکتوبر۱۸(تلې۲۷) ویلي چې د عبدالله عبدالله دغه سفر د ایراني چارواکو په رسمي بلنه تر سره کیږي.

ټاکل شوې ښاغلی عبدالله د ایران د ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر، د اسلامي مجلس رئیس او یو شمېر نورو لوړپوړو ایراني چارواکو سره وګوري.

د ملي مصالحې عالي شورا همدارنګه ویلي چې ټاکل شوې نوموړی له ایراني چارواکو سره د ا فغان سولې بهیر، د دوحې مذاکرات او د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع او سیمه ییز ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

عبدالله عبدالله د افغان سولې بهیر څخه د سیمې د ملاتړ او سیمه ییزې اجماع پیاوړي کېدو په هدف روانه میاشت لومړی پاکستان او وروسته هند ته سفرونه وکړل.

نوموړي تر دې مخکې د افغان سولې بهیر څخه د سیمې هیوادونو ملاتړ مهم بللی و.